د سړو سیمو د ښوونځیو رخصتۍ اوږدې شوې

comments 0

1368 Views

هندوکش – کابل: د سړو ولایتونو د ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو د اوړي رخصتي د لوی اختر تر پایته رسېدو پورې وغځېده.
د پوهنې وزارت رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې ویلی، د هوا ګرموالي او د زده کوونکو د کورنیو د پرلپسې غوښتنو په اساس یې پرېکړه کړې، چې د هېواد د سړو ولایتونو د ټولو دولتي او خصوصي ښوونځيو د اوړي رخصتي د لوی اختر تر پایته رسېدو پورې وغځوي.
پوهنې وزارت له ټولو ښوونکو او زده کوونکو جدي هیله کړې، چې له لوی اختر وروسته د روان ۱۳۹۷ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳ یمه نېټه بېرته خپلو درسونو ته حاضر شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments