د سپتمبر ۱۱مه؛ افغانستان ته د امریکا د راتګ پلمه

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: له نن کابو ۱۷ کاله وړاندې په همدې ورځ د القاعده شبکې په بریدونو کې تر ۳۰۰۰ امریکایان ووژل شول.
امریکا به نن سې شنبه د سپټمبر ۱۱ مه د ٢٠٠١ کال د سپټمبر د ١١ مې نیټې د بریدونو ۱۷ م کال یادونه کوي.
پر امریکا د سپټمبر ۱۱ مې د بریدونو مسؤلیت القاعده منلې و، چې په پایله کې یې د امنیت په اړه د امریکا فکر بدل او په نړۍ کې د امنیت په برخه کې یو انقلاب رامنځته شو.
په ټوله نړۍ کې امنیتي قوانینو او شرایطو کې بدلون راغې.
د سپټمبر له بریدونو یوه میاشت وروسته د امریکا د وخت ولسمشر جورج ډبلیو بش په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت برید وکړ.
ناټو هم په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره افغانستان کې ځواکونه ځای په ځای کړل او د طالبانو پر خلاف يي عملیات پیل کړل.
خو له همغې ورځې تر نن د افغانستان وضعیت خراب او ورځ بلې ته د خرابېدو په حال کې دی.
دا جګړه اوس د نړۍ د زبر ځواک هېوادونو ترمنځ ده خو قرباني افغانستان ورکوي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments