د سياسي ګوندونو کور او مدني ټولنو په سرکاڼو کې افغان سرتیري وستايل

comments 0

0 Views

هندوکش ـ اسعدآباد: د کونړ په لرې پرته ولسوالۍ سرکاڼو کې د سياسي ګوندونو خونې او یو زيات شمېر مدني ټولنو د يوې پراخې ناستې په لړ کې د افغان ځواکونو له هڅې د ستاينې په لړ کې دوی ته ډالۍ ورکړې.

هغه مراسم چې په سرکاڼو کې جوړ شوي وو د سياسي ګوندونو کور او مدني فعالانو د خپلو ډاليو د ويشلو تر څنګ وويل چې افغان ولس د ملي ځواکونو  د قربانيو، سرښندنې او ميړانې قدر کوي.

د کونړ قومي مشر حاجي روزي دې ناستې ته وويل:« د افغان ځواکونو د قربانيو پوروړي يو، دوی دي چې د پردي پالي دښمن او يرغلګرو پر وړاندې يي خپله سينه سپر کړې، د دوی په مقابل کې روانه جګړه نامشروع او بغاوت دی او ملت له خپلو سرتیرو ملاتړ کوي.»

د سياسي ګوندونو خونې مسولینو هم په خپلو خبرو کې وویل چې افغان سرتیري ددې وطن ريښتوني بچيان دي او د همدوی ميړانه، شهامت او زړورتيا ده چې په دې وطن کې د آبادۍ او ودې کاروان په ډيرې تيزۍ سره مخ په بره روان دی او نن سبا په ټوله نړۍ کې افغانستان د يو نيک نوم لرونکی هیواد دی.

دوی په خپلوخبرو کې د سرکاڼو په څير د هیواد په لرو پرتو سیمو کې د افغان سرتیرو نه ستړې کيدونکې هلې ځلې وستايلې او ويي ويل چې د همدې زمریانو برکت دی چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې د هیواد درې رنګی ملي بیرغ رپاند دی، لارې پرانيستې او ښونځي آباد دي.

یاده دې وي چې په دې سفر کې له افغان ځوانانو سره تکړه لوبغاړی ولي هوتک هم ملتيا کوي او نوموړي هم په کونړ کې سرتیرو ته په خبرو کې وويل چې دده په سپورتي وده او میړانه کې د افغان ځواکونو ونډه د نه هیریدو ده او دی وياړي چې نن د زمريانو په منځ کې دی.

ياده دې وي چې په کونړ کې ولسونو د خپلو خبرو په لړ کې د شعارونو په ورکولو سره د افغان ځواکونو قربانۍ وستایلې او ويي ويل چې دوی ټول د افغان سرتیرو د میړانې، او هڅو پوروړي دي.

سپوږمۍ  پوپلزۍ ـ سرکاڼو

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *