د سوپ د جوړولو اسانه طریقه!

comments 0

1 Views

سوپ یو ډول مایع لرونکي خواړه دي، که له نورو خوړو مخکې وخوړل شي، معده د هضم لپاره تیاروي.
د پخولو طریقه:
د اړتیا ور مواد:
۱- پالک۳ ګیډئ، یا دستې
۲- دال نخود نيم ګيلاس
۳- د وریجو اوړه يو ګيلاس
۴- غوړي ۱۰۰ ګرامه
۵- پیاز ۳ دانې
۶- هګۍ ۳ دانې
۷- كوفته نيم كيلو
۸- وچه نعناع يوه قاشغه
۹- مالګه د ضرورت په اندازه
د تیارولو طریقه
په یو دیګ کې غوړي سره کړئ، كوفته د پيازو او شپږو ګيلاسو اوبو سره واچوئ دال نخود، مالګه، كوركومن هم ورسره اضافه کړئ، بیا پر اور باندې كېږدئ چې كوفته او دال نخود يې پاخه شي.
وروسته بيا پالک ووېنځئ، ميده ميده يې كړئ په اوبو کې یې پاخه کړئ، یو دیګ د سوپ پخولو لپاره په اور کېږدئ، پکې پخ شوي پالک او کوفته چې له دالو سره پخ شوې هغه هم په کې واچوئ، بیا د وریجو اوړه په سړو اوبو كې حل كړئ او ورو ورو يې سوپ ته اضافه کړئ، ټول مواد سره ښه مکس کړئ، اور یې ډېر مه تیزوئ، پرېږدئ چې ورو ورو و ايشي.
وروسته بيا هګۍ سره و وهئ او لږ مالګه او مرچ ور واچوئ او ښه يې سره ګډوډ کړئ بيا يې ورو ورو لږلږ سوپ ته واچوئ ۱۰ دقیقې په نرم اور پرېږدئ چې وایشي، بیا یې راكښته كړئ.
يوه قاشغه غوړي سره کړئ، نعناع په کې واچوئ، دا هم د سوپ دیګ ته واچوئ.
خوندور سوپ تیار دی، د کورنۍ له غړو سره یې یو ځای نوشجان کړئ.

Share this page to Telegram

Comments