د سولې ۸۰ سلنه اجماع شته

comments 0

1527 Views

هندوکش – ننګرهار: د سولې لپاره نړیواله اجماع شته او اتیا سلنه سیمه ییزه اجماع هم شوې ده.
ولسمشر ننګرهار کې ولسي غونډې ته وویل، د سولې په وړاندې ورته هیڅ ډول خنډ د منلو نه دی او افغان حکومت به په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د ټاکنو په اړه ولسمشر د ګواښ په ډول وویل، په ټاکنو کې د هیچا لاسوهنه نه مني او که کوم چارواکي لاسوهنه وکړي نه یواځې له ندې به ګوښه شي بلکې زندان ته به ولیږل شي.
ولسمشر چې نن یې د ولسي مشرانو او خلکو لویه غونډه کې برخه درلوده د قومي مشرانو هیله له مرکزي حکومت همدا وه چې د ځمکو غاصبینو پر ضد دې جدي اقدامات وکړي څو دولتي او شخصي ځمکې د دوی له منګولو خلاصې کړي.
د ننګرهار اوسیدونکو ولسمشر ته مخامخ وویل، د ولس پر ستونې څو محدودو کسانو پنجې ښخې کړي چې ځېنې مخالف او ځېنې یې ستا ملاتړي دي.
ولسمشر همداراز ننګرهار ته د خپل سفر په مهال په دغه ولایت کې د زربستریز کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments