د سولې کاروان استازي بروکسل کې وینا په پار بلل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د سولې ولسي کاروان استازي د هند د سولې انسټیټیوټ او بروکسل په کنفرانس کې ګډون کوي.
د سولې د ولسي کاروان غړي وايي، ټاکل شوې چې له دې وروسته د سولې غږ له افغانستانه بهر پورته کړي. د دغه کاروان مشر اقبال خیبر وايي، چې د هند سولې انسټیټیوټ او په بروکسل کې غونډو ته هم دعوت شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې په راتلونکو دوو ورځو کې به ختیځو ولایتونو ته هم سفرونه وکړي. خیبر زیاتوي چې یو شمېر نورو انسټیټیوټونو ته چې په امریکا او اروپا کې د سولې لپاره کار کوي هم دعوت شوي دي.
د دغه کاروان غړي په تېرو شپږو میاشتو کې په ۱۴ ولایتونو کې کله پلي او کله پښې ابلې وګرځېدل چې هدف یې د افغانانو، د سیمې د هېوادونو او د افغانستان د ګاونډیانو سولې ته رابلل یاد شوي دي.
د سولې ولسي کاروان ولایتونو ته له سفرونو سربېره په کابل کې د امریکا، روسیې، بریتانیا، پاکستان، ایران سفارتونو او ملګرو ملتونو دفتر مخکې ته د پرلت خیمې ووهلې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments