د سولې په روانو خبرو کې د انساني حقونو په ساتلو ټینګار

comments 0

4 Views

هندوکش ـــ کابل: د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون او د بشري حقونو سازمان په بین‌الافغاني مذاکراتو کې د انساني اساسي حقونو په خوندیتوب ټینګار کوي.
د بین‌الافغاني خبرو د پیل په درشل کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون او د بشري حقونو ځیني بنسټونه یو ځل بیا د سولې په مذاکراتو کې د بشري حقونو په خوندیتوب ټینګار کوي.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د نشراتو رئیس ذبیح الله فرهنګ د بین‌الافغاني خبرو د پيل د هرکلي ترڅنګ وویل: “د قربانیانو او عامو خلکو غوښتنې باید د مذاکراتو د اساسي رکن په توګه وپېژندل شي، د قربانیانو غږ باید واورېدل شي، دغه‌شان په مذاکراتو کې باید د خلکو اساسي او بشري حقونه په رسمیت وپېژندل شي او باید درناوی ورته وشي او خوندي شي.”
د شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیلېدو مقدماتي غونډه وشوه او ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ دغه خبرې په رسمي ډول پيل شي.
د افغانستان د بشري حقونو سازمان رئیس لعل ګل لعل هم ورته نظر لري او د دواړو غاړو له مذاکراتي پلاوو غوښتنه کوي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.
هغه زیاته کړه: “د جګړې په ښکېلو غاړو او مرکچي پلاوو باندې غږ کوو چې د داسې سولې لپاره دې کار وکړي چې عدالت په‌کې پلی وي، بشري حقونو ته په کې درناوی وشي، په تېرو ۲۰ کلونو کې چې د بشري حقونو په برخه کې کومې لاسته راوړنې وې، باید هغو ته په‌کې درناوی وشي.”
د افغانستان د جمهوري دولت د پلاوي یو غړی نادر نادري بیا په مذاکراتو کې د افغانستان د حکومت له اړخه د بشري حقونو د بشپړ خوندیتوب ډاډ ورکوي.
مراد وویل: “په مذاکراتو کې د بشري حقونو، د ښځو حقونو او فعالانو حقونو موضوع نه‌یوازې د افغان حکومت، بلکې سیمه‌ییزو متحدینو ته هم سرې کرښې دي، د افغان حکومت لپاره اساسي معیارونه دي چې د مذاکراتو په مېز کې پرې بحث کېږي، خو معامله پرې نه‌کېږي.”
د چارو څارونکي وايي چې د دوامداره سولې لپاره د بشر حقوند خوندیتوب او ورته درناوی د سولې په خبرو کې حتمي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments