د سولې په خبرو کې د وروسیتو پرمختګونو په اړه

comments 0

356 Views

د متحدو علماو د شورا اعلامیه!

د اسلام مقدس دین یو ټول منونکۍ دین دی چې دنړۍ ټولو مسلمانانوته یي د سولي اووروولی سپارښتنه کړي، د انسان وینه یي دومره ارزښتناکه ګڼلی چې د یوانسان وژنه یي دنړۍ  دټولو انسانانو وژني سره پرتله کړي پدی مانا چې کله یوانسان بل انسان وژني لکه دنړۍ ټول وګړي یي وژلي همدارنګه دیوانسان دژوند ساتنه یي  دنړۍ دټولوانسانانو دژوند ساتنی سره پرتله کړي پدي مانا چې کله یوانسان دبل انسان دژوند پام ساتي اوهغی ته ارزښت ورکوی اوکله چې له ستونزو سره مخ شی او هغه وژغورل شی نو د ډیر اجراوثواب څښتن به شي چې پدي اړوند الله(ج)فرمایلی دی سورت المایده. ژبا ړه:کله چې یوانسان بل انسان پرته له جرم  ووژني لکه د نړۍ ټول وګړي یی وژلي وی اوڅوګ چې یوانسان دمرګ نه وژغوري لکه د نړۍ ټول وګړي یی ژوندی کړي وي.

قرآن عظیم الشان پدي هکله  یوټولنیز اوروزنیز حقیقت ښکاره کوي ځکه چې اسلامی ټولنه د یو کلي اویو وجود  حیثیت لری کچیري د بدن یوغړي ته  زیان ورسي نوټول بدن ناراحته کیږی نویوه ټولنه هم د خلکو څخه جوړه شوی اود یوي کورنۍ حیثیت لري نود یو بی ګناه انسان وژنه ټوله کورنۍ خواشیني کوي لدی امله قرآن کریم دغه موضوع ډیره ارزښتناکه ګنلي او د دي له پاره چې د یوانسان د ویني له تویدو مخنیوي وشي نوخپلو بنده ګانوته یي په سوله  اوورورولی سپارښتنه کړي اوفرمایلی دی (الصلح الخیر) چې همدغه مبارک آیت اهمیت او ارزښت ته په کتو سره او په هیواد کې د څو لسیزو جګړو، ناخوالو او تباهیو د ختمیدو په موخه افغان حکومت په هیواد کې د یوې تل پاتي سولې د ټینګښت لپاره تل وسلوالو مخالفینو ته بلنه ورکړي ترڅو جنګ او تاوتریخوالی پریږدي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي او په دې تړاو یې په ملی او نړیواله کچه د اسلامي هیوادونو په مرسته په وار وار سره ناستي او کنفرانسونه هم په لاره اچولي تر څو زمونږ ولس د یو سوکاله آو آرامه ژوندانه خاوندان شي. چې د همدغو هلو ځلو په ترڅ کې په افغانستان کې د یوې تلپاتي سولې په موخه زلمی خلیلزاد د امریکا حکومت لخوا له طالبانو سره د خبرو اترو په موخه د ځانګړي استازې په توګه وګمارل شو او د طالبان له استازو سره د قطر په دوحه د سولې خبرې پیل کړي او په کراتو کراتو سره په دې اړه یو له بل سره خپل نظرونه او غوښتونکي شریکي کړي، چې بالاخره دغه ناستي او خبري د څو میاشتو وروسته دې پړاو ته ورسیدي چې د طالبان او امریکا تر منځ یو موافقتنامه لاسلیک شي، چې د یادې موافقتنامې له مخې به امریکايی د یو مهال ویش له مخې له افغانستان څخه وځي، طالبان به تاوتریخوالی کموي، افغان دولت به د طالبانو ۵۰۰۰ زره بندیان آزادوي او په مقابل کې به طالبان هم د افغان ځواکونو ۱۰۰۰ تنه بندیان له خپلو بند خونو څخه آزادوي او له هغه وروسته به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبري پیلیږي، خو له بده مرغه چې طالبانو د یادې موافقتنامې له مخې خپلو تعهداتو ته ژمن ندي پاتي، ځکه چې دوي نه یوازې تاوتریخوالي کم نکړ، بلکې هره ورځ یې په بریدونه کې زیات والی راوستی دی، او بل مقابل افغان حکومت تل دوي ته د سولې د خبرو اترو په موخه د اوربند وړاندیز کړي او په دغه لړ کې له ۳۰۰۰ زرو زیات طالبان بندیان هم له بنده آزادی کړي دي.

دا چې اوس تمه کیږي چې په راتلوونکي اونۍ که به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په اړه د مخامخ  خبرو اترو لړی پیل شي، نو افغان ولس چې له څلور لسیزو راهیسي د پردیو د موخو لپاره د جګړي په اور کې سوځي دا تمه لري چې انشاالله نور به مو په هیواد کې د جګړي اوغم ټغر چې تل یې قربانيان افغانان ول د تل لپاره ټول او  دا مظلوم او کړیدلی ولس به مو نور په یوه سولیزه فضا کې خپل ژوند پر مخ بوځي او د هیواد ټول دینی علما او ولس یو ځل بیا په ښکیلو خواوو( حکومت او طالب) باندې غږ کوي چې نور دی له جګړي او وروروژني څخه لاس واخلي او دغه فرصت چې په هیواد کې د یوې تلپاتي سولې د ټینګښت په موخه لاسته راغلي ورڅخه ګټه پورته کړي او د افغان ولس د سولې غږ ته دې لبیک سره  ووایي ځکه چې د قرآني آیاتو له مخې په سوله کې خیر دی، او نړیوالې ټولني څخه مو هم غوښتنه دا ده چې د افغانستان د سولې په اړه له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه ونکړي، ځکه چې په افغانستان کې د سولې ټینکښت په سیمه کې د سولې ټینکښت دی.

( وسلام)

Share this page to Telegram

Comments