د سولې په خبرو کې د افغان حکومت رول مرکزي دی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: امریکا وایي، افغان حکومت به له طالبانو سره د سولې په خبرو کې مرکزي رول ولري.
کابل کې د امریکا سفارت مرستیالې کرن دیکر د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر ادریس زمان سره په لیدنه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرو په تړاو بشپړ مالومات ورکړي دي.
کرن دیکر ویلي، افغان حکومت به له طالبانو سره د سولې په خبرو کې مرکزي رول ولري.
دواړو لوریو د دوه اړخیزه اړیکو پر ښه والي، د افغانستان په سیاسي وضعیت او له طالبانو سره د افغان مرکچیانو د لیست په ترتیب خبرې کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments