د سولې په تړاو ناسته باندې ټينګار شوی

comments 0

16 Views

هندوکش – امریکا: امریکایان، طالبان او افغان سیاستوال د قطر ناستې ترسره کېدل غواړي.
له دې سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له ولسمشر محمد اشرف غني سره په تلیفوني خبرو کې د قطر کنفرانس پر ځنډېدو خواشیني ښودلې او دغه کنفرانس یې د سولې په خبرو کې د پرمختګ لپاره ښه فرصت بللی دی.
اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم د دې غونډې پر ځنډ خواشيني ښودلې او ویلي يې دي، ناسم مدیریت د دې لامل شوی چې د قطر غونډه لغوه شي.
عبدالله تیره ورځ د وزیرانو شورا غونډه کې یو ځل بیا د مصالحې شورا پر جوړېدو ټنیګار وکړ.
بلخوا د افغانستان د خلاصون لارې شورا وايي د ملي یووالي حکومت د قطر غونډه او د سولې پیل شوې هلې ځلې سبوتاژوي.
دغه شورا وايي، ولسمشر غني هڅه کوي چې د سولې د مشورتي لویې جرګې له لارې د خپل واک موده وغځوي او د سولې مخنیوی وکړي.
خو افغان حکومت د دوحې کنفرانس د لغوه کېدو پړه د قطر پر حکومت اچولې او ادعا کوي چې د سولې لپاره اراده لري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments