د سولې په تړاو د حکومت ښه نیت / بریالې ویاړ

comments 0

0 Views

انس حقاني چې د حقاني شبکې مهم غړی و او دې شبکې په افغانستان کې زیات جنایتونه کړي و، په اعدام محکوم شوی و، خو دا چې سوله د افغان ولس غوښتنه ده، افغان حکومت د سولې لپاره د ښه نیت ښودلو او باور جوړولو لپاره انس حقانی له دوه ملګرو سره خوشې کړ.
د زندانیانو په دې تبادله کې بل مهم نیت دا و چې بهرنیانو ته وښيي چې که تاسو زموږ د اولادونو د روزنې لپاره افغانستان ته راځئ، افغانستان به درسره همکاري کوي او دا ښه نیت به مو نه هیروي.
خو د تبادلې اصلي موضوع دا وه چې طالبانو او نړیوالو ته وښودل شي چې افغان حکومت د سولې لپاره قوي اراده لري او نه پریږدي چې د سولې خبرې سبوتاژ شي، افغان حکومت تمه لري چې طالبان به د زندانیانو له تبادلې وروسته مخامخ خبرو ته حاضر شي.
همدا د بندیانو د خوشې کیدو یو شرط دی او بل شرط دا و چې طالبان به تاوتریخوالی کموي، مانا دا چې لوی بریدونه به ښارونو کې نه کوي.
د سولې د خبرو لپاره بیا بل شرط دا دی چې اوربند به کیږي، ځکه که اوربند و نه شي، هره پېښه کولی شي چې د سولې خبرې سپوتاژ کړي.
اوربند د سولې لپاره د قوي ارادې ښکارندوی کوي او افغانانو ته فرصت ورکوی چې یو بل درک کړي او سوله ییز ژوند وکړي.
نو د دې له پاسه چې بیا هم طالبان تاوتریخوالی زیاتوي، دا به دا یو ځل بیا ښکاره کړي چې طالبان د سولې لپاره نه بلکې د جګړې لپاره راپورته شوي او جګړې ته پلمې لټوي.
افغان حکومت دا پریکړه ډيره سخته وه، ځکه غبرګونونه او هرکلي لري، خو په ټوله کې د قربانیانو کورنیو ته سخته ده چې دا ډول پریکړې وزغمي، خو دا چې افغان حکومت غواړي د راتلونکو ممکنه لویو بریدونو او قربانیو مخه ونیسي، دا پریکړه ضرور وه.
اوس نو طالبانو ته پکار ده چې د دې ولس غوښتنې واوري او ومني، دا ولس حق لري چې پرته له جګړې ژوند وکړي، دا ولس حق لري چې سولې او امن مزه وګوري.
د سولې په تړاو د افغان حکومت انعطاف او اراده په دې مانا نه ده چې ګنې په جګړه کې مات شوی او یا یې نور جګړې ته تابیا نشته، دا به ومنو چې جګړه د هیچا نه ده خوښه، خو چې طالبان جګړه کوي افغان ځواکونه باید د هېواد او خلکو د ناموس لپاره جګړه وکړي.
افغان حکومت باور لري چې وینه په وینه نه منځل کیږی او اړتیا ده چې افغانان پایداره سولې ته ورسیږي.
طالبان دې د افغان حکومت له انعطاف پذیرۍ څخه ناسم تعبیر نه کوي، د سولې لپاره یو ګام اخیستل د دې ملت د غوښتنو په اساس دي چې هېواد پرمختګ ته کار وشي.

Share this page to Telegram

Comments