د سولې پروسه او د طالبانو سپين سترګي/ نوید احمد څرک

comments 0

1 Views

طالبانو تازه یوه اعلامیه کې امریکا او افغان حکومت باندې نیوکه کړې چې هوکړې ته ژمن نه دي پاتې شوي او سرغړونې کوي.
اعلامیه کې طالبانو په ډيره سپين سترګۍ سره ویلي چې بهرني او افغان ځواکونه هوایي بریدونه کوي، د دوی پر مرکزونو عملیات کوي او دا له هوکړې ښکاره سرغړونه ده.
خو ټول افغانان په دې خبر دي چې افغان ځواکونه د تاوتریخوالي د کمیدو اوونۍ کې دفاعي حالت کې و، بیا دوه اوونۍ وروسته فعال دفاعي حالت ته ګرځیدلي دي.
افغان ځواکونه تر نن پورې فعال دفاعي حالت کې دي، د دې لپاره ګوندې د سولې مذاکراتو بحث وړاندې لاړ شي او جګړه پای ته ورسیږي.
افغان ځواکونه اوس هم د دې جوګه دي چې د طالبانو مرکزونه په نښه کړي، غونډې یې په نښه کړي، عملیات او هوایي بریدونه پرې وکړي، خو دا چې جګړه د سولې اوسنی فرصت زیانمن کوي، له بریدونو او عملیاتو یې صبر کړی دی.
تاسو به نه وي اوریدلي چې تراوسه افغان ځواکونو یا هوایي برید کړی، یا یې عملیات کړي، یواځې دومره چې طالبان راځي، پر افغان ځواکونو برید کوي، افغان ځواکونه ځواب ورکوي، یا نور مرستندویه ځواک ورسیږي.
امریکا او ناټو په ښکاره ویلي چې د جګړې تر ختم پورې به افغان ځواکونو سره همکار وي او ملاتړ به یې کوي، نو کله چې طالبان راځي، پر افغان ځواکونو برید کوي، نو افغان او بهرني ځواکونه مسوولیت لري چې برید دفعه کړي.
د تاوتریخوالي کمیدو اوونۍ له خلاصیدو سره یو ځای به تاسو لیدلي وي چې بیلابیلو ولایتونو کې دیني علماوو، ښځو، ځوانانو او مشرانو له طالبانو وغوښتل چې د تاوتریخوالي د کمیدو موده دې تمدید کړي، خو دا چې طالبان په خپل واک کې نه دي، خپلو وسله والو ته یې د جګړې د بیا پيل امر ورکړ.
طالبانو جګړه پيل کړه او هره ورځ بیلابیلو ولایتونو کې بریدونه کوي، افغان ځواکونه او ملکی وګړي شهیدان کوي او ټپيان کوي.
خو له دې ټولو سره ـ سره بیا په سپين سترګۍ سره وایي چې دوی هوکړې ته ژمن پاتې شوي او مقابل لوري سرغړونې کړي دي.
هوکړه کې د پنځه زره بندیانو خوشې کیدو ویل شوي خو ورسره دا هم ویل شوي چې طالبان به تاوتریخوالی کموي.
طالبان باید لومړی له امریکا سره هوکړه کې لیکل شویو او لاسلیک شویو مواردو باندې عمل وکړي، بیا دې په نورو نیوکې کوي.
طالبان له هوکړې سره هیڅ نه دي بدل شوي او څومره یې چې په توان پوره ده، بریدونه کوي، خو د ځینو بریدونو مسوولیت مني او د ځینو نه مني، دا په ډاګه کوي چې طالبان یوه ډله نه ده.
طالبانو په خپره شوې اعلامیه کې اعتراف کړی چې د دوی وسله وال کلیوالي پوستو باندې بریدونه کوي، دغه راز طالبان کلیو کې د هاوان مرمۍ هم ډزوي چې د دوشنبې په ورځ هم کونړ او کاپيسا کې ملکي وګړي پکې شهیدان شوي او ټپيان شوي دي.
افغان ځواکونه د سولې لپاره جګړه کوي او تر څو چې سوله نه وي راغلي، له خپلې خاورې او د خلکو دفاع به کوي.

Share this page to Telegram

Comments