د سولې نوی پړاو پيلیدونکی دی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر ټوېټر لیکلي چې د افغان سولې خبرو نوی پړاو پیلېدونکی دی.
خلیلزاد ټینګار کړی چې د سولې خبرو په نوي پړاو کې باید اکثریت افغانان ګډون ولري.
خلیلزاد همداراز له ولسمشر اشرف غني سره تیره ورځ لیدلي او د افغان سولې پروسې په ګډون یې، د سیمه ییزې اجماع او د سولې وروسته پرمختګونو په تړاو بحث کړی دی.
خلیلزاد په خپل اووم سفر کې له کابل وړاندې اسلام باد، برلین او برسلز ته تللی و.
ټاکل شوې چې خلیلزاد قطر ته هم ولاړ شي او له طالبانو سره یو ځل بیا د سولې خبرې پیل کړي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments