د سولې مذکرات سره همهاله طالبانو هلمند کې د عامو خلکو لارې پر ماینونو فرش کړي

comments 0

10 Views

هندوکش ـــ هلمند: هندوکش پرېس خبري اژانس د وسله والو طالبانو یو داسې لیک تر لاسه کړی چې تر مخه یې وسله والو طالبانو د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ اوسیدونکو خبرداری ور کړی چې د دوراهي په لاره کې یې ګڼ ماینونه ځای پر ځای کړي او باید له تګ راتګ ډډه وکړي.
د سنګین ولایت قومي مشر حاجي جبار وايي چې دا لاره د خلکو د تګ راتګ لپاره ډېره مهمه ده. نوموړي وویل:« د وسله والو طالبانو د ځايي قوماندانو لخوا تېره ورځ د سنګین ولسوالۍ ټولو جوماتونو ته دغه لیک را لیږل سوی دی، که دا لاره بند شي ولس به له زیاتو ستونزو سره مخ شي، موږ په همدې لاره خپل مریضان کلینیکونو ته رسوو، خوراکي توکي په همدې لاره را وړو، لانډه دا چې ټول کاروبار په همدې لاره دی.»
حاجي جبار زیاتوي:« موږ د طالبانو له قوماندانو سره خپلې ستونزې شریکې کړې، خو هغوی وویل چې دا د اسلامي امارات امر دی، موږ لدې کاره سر غړونه نه شو کولای.»
دغه لیک ویل شوي چې که چا پدغه لاره تګ راتګ وکړو نو مسؤلیت به یې د طالبانو پر غاړه نه وي.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ په ټولو لارو کې ماینونه ځای پر ځای کړي او خلک په خپله ولسوالۍ کې بند پاتې دي.
د طالبانو د سړک غاړې ماینونه هر کال سلګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي، چې اکثره یې د یوې کورنۍ غړي وي، تاسو به په ځلونو په خبرونو کې اوریدلي وي، چې د یوې کورنۍ له پنځو کسانو نیولي تر لسو کسانو د دغه ماینونو ښکار شوي وي.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments