د سولې مذکرات’پر طرزالعمل، داخلي اصولو او اجنډا بحث وشو’

comments 0

4 Views

هندوکش ــ کابل: د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري د دوشنبې په ماښام وویل چې تر اوسه ځيني پرمختګونه شوي دي.
د مېرمن انوري په وینا، تر اوسه مخامخ مذاکرات نه‌دي پیل شوي. تر ډېره د دوی کار د کاري طرزالعمل، د مذاکراتو داخلي اصولو او مذاکراتو د اجنډا په اړه دی.
پر ډېرو مسایلو تفاهم شوی. د افغانستان د دولت د مذاکره کوونکي ټيم یوه غړي نادر نادري هم پر خپله ټویټرپاڼه تأیید کړه چې د مذاکراتو د دواړو لورو د تماس ډلو خبرې د مذکراتو د طرزالعمل او کاري اصولو په اړه وې چې د عمومي غونډې په اړه‌یې چمتو کړل.
دا غونډه به نن د سې شنبې په ورځ د وږې په ۲۵مه نېټه وي. بل لور ته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي چې په دې غونډه کې د کاري اصولو، راتلونکو غونډو او مذاکراتو د مهالوېش په اړه خبرې وشوې. تر میاشتو انتظار او هڅو وروسته، لومړۍ بین‌الافغاني خبرې د شنبې په ورځ (د وږې په ۲۲مه) د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوې.
د افغان دولت مذاکره کوونکي پلاوي غړي وايي چې پر ډېری مسایلو له طالبانو سره تفاهم لري او په خبرو کې د یو بل منل لیدل کېږي. افغان حکومت له طالبانو اوربند غواړي، خو دې ډلې تر اوسه د افغان حکومت غوښتنو ته مثبت ځواب نه‌دی ویلی.
طالبانو مخکې استدلال کړی وو چې اوربند د مذاکراتو پر مهال له بحث وړ موضوعاتو یو دی او مخکې له مخکې به دا کار ونه‌شي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments