د سولې لپاره یو پلاوی قطر ته ځي

comments 0

13 Views

هندوکش – کابل: د روغې جوړې لپاره نوی عالي شورا رامنځ ته شوه چې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته پلاوی وټاکي.

سولې شورا د دارلانشاء رییس تمه لري چې له پلاوي سره به طالبان خبرو ته کیني او دا خبرې بیا نورو هېوادونو کې دوام پيدا کړي.

عمر داوودزی وایي، پلاوی له ټولو سیاسي جریانونو برابریږي چې بانفوذه او وطن پرست کسان به پکې شامل وي.

ولسمشر لارښوونه کړې چې مذاکراتي ټیم کې دې داسې کسان نه انتخابیږي چې د نظام او تېرو کلونو لاس ته راوړنو ضد څرګندونې کوي.

د ملي مصالحې ټیم به پلاوی ټاکی او ټاکل شوې چې تر راتلونکو چهارشنبې په ورځ به یې صلاحیتونه تصویب شي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments