د سولې لپاره د دولت وزارت: طالبان دې نورو هېوادونو ته د سفر پر ځای له فغان حکومت سره خبرې وکړي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د سولې په چارو کې د دولت وزارت چین ته د طالبانو د نهه کسیزه پلاوي د سفر په غبرګون کې وایې طالبان دې نورو هېوادونو ته د سفرونو پر ځای له افغان حکومت سره خبرې وکړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایې د نورو په دروازو کې دریدل پایله نلري او په وینا یې د روانې ستونزې د هواري لپاره باید افغانان په خپله سره راټول او تصمیم ونیسي.
د سولې لپاره د دولت وزارت داسې مهال چین ته د طالبانو د سفر په تړاو غبرګون ښودلی، چې لدې وړاندې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي وو، طالبانو د سولې پته ورکه کړې او اوس کله روسیې او کله چین ته مراجعه کوي.
“روسیې او چین ته د طالبانو د ځینو استازو ورتګ د هغوی قطعي ناکامي ده، طالبانو د سولې اصلي ادرس ورک کړی دی. د طالبانو د ځینو مشرانو دا ډول هڅې پایله نه لري. له بده مرغه د قطر دفتر کې د طالبانو موجودیت د سولې بهیر کې هېڅ ګټه ونه کړه، طالبانو هڅه وکړه ددې دفتر له لارې له سولې پرته خپلو نورو ته ورسېږي.”
وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ناڅاپي توګه له طالبانو سره په دوحه کې د سولې خبرې لغوه اعلان کړې، دا دریم ځل دی چې د طالبانو پلاوی بهرني سفرونه کوي.
له دې وړاندې د طالب مرکچي شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو یو څلور کسیز پلاوی روسیې ته تللی و. له هغه وروسته د طالبانو یو پلاوي په تهران کې هم له ایراني چارواکو سره وکتل.
ټرمپ د فغان سولې په تړاو په ورستیو څرګندونو کې وویل چې ګواکې پر طالبانو یې دا وروستیو کې سخت ګوزارونه کړي دي، او ادعا یې وکړه چې دا ډله پر خپلو بریدونو او د سولې د خبرو پر درېدو پښېمانه ده.
له دې سره سم د افغانستان ولسمشر د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت یو پیغام کې د روانې جګړې پړه پر طالبانو واچوله او ویې ویل که طالبانو د سولې مزاکراتو پر مهال اوربند کړی وای د سولې خبرې به نه لغوه کیدې.
سپوږمۍ پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments