د سولې له بین الافغانی خبرو څخه د افغان ولس تمه / عبید رادپور

comments 0

0 Views

د اسلام مقدس دین یو ټول منونکۍ دین دی چې دنړۍ ټولو مسلمانانوته یي د سولي اووروولی سپارښتنه کړي، د انسان وینه یي دومره ارزښتناکه ګڼلی چې د یوانسان وژنه یي دنړۍ دټولو انسانانو وژني سره پرتله کړي پدی مانا چې کله یوانسان بل انسان وژني لکه دنړۍ ټول وګړي یي وژلي همدارنګه دیوانسان دژوند ساتنه یي دنړۍ دټولوانسانانو دژوند ساتنی سره پرتله کړي پدي مانا چې کله یوانسان دبل انسان دژوند پام ساتي اوهغی ته ارزښت ورکوی اوکله چې له ستونزو سره مخ شی او هغه وژغورل شی نو د ډیر اجراوثواب څښتن به شي چې پدي اړوند الله(ج)فرمایلی دی سورت المایده. ژبا ړه:کله چې یوانسان بل انسان پرته له جرم ووژني لکه د نړۍ ټول وګړي یی وژلي وی اوڅوګ چې یوانسان دمرګ نه وژغوري لکه د نړۍ ټول وګړي یی ژوندی کړي وي.
قرآن عظیم الشان پدي هکله یوټولنیز اوروزنیز حقیقت ښکاره کوي ځکه چې اسلامی ټولنه د یو کلي اویو وجود حیثیت لری کچیري د بدن یوغړي ته زیان ورسي نوټول بدن ناراحته کیږی نویوه ټولنه هم د خلکو څخه جوړه شوی اود یوي کورنۍ حیثیت لري نود یو بی ګناه انسان وژنه ټوله کورنۍ خواشیني کوي لدی امله قرآن کریم دغه موضوع ډیره ارزښتناکه ګنلي او د دي له پاره چې د یوانسان د ویني له تویدو مخنیوي وشي نوخپلو بنده ګانوته یي په سوله اوورورولی سپارښتنه کړي اوفرمایلی دی (الصلح الخیر) چې همدغه مبارک آیت اهمیت او ارزښت ته په کتو سره او په هیواد کې د څو لسیزو جګړو، ناخوالو او تباهیو د ختمیدو په موخه افغان حکومت په هیواد کې د یوې تل پاتي سولې د ټینګښت لپاره تل وسلوالو مخالفینو ته بلنه ورکړي ترڅو جنګ او تاوتریخوالی پریږدي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي او په دې تړاو یې په ملی او نړیواله کچه د اسلامي هیوادونو په مرسته په وار وار سره ناستي او کنفرانسونه هم په لاره اچولي تر څو زمونږ ولس د یو سوکاله آو آرامه ژوندانه خاوندان شي. چې د همدغو هلو ځلو په ترڅ کې په افغانستان کې د یوې تلپاتي سولې په موخه زلمی خلیلزاد د امریکا حکومت لخوا له طالبانو سره د خبرو اترو په موخه د ځانګړي استازې په توګه وګمارل شو او تر دې دمه یې له طالبانو سره د قطر په دوحه کې شپږ ځله خبرې اترې ترسره کړي او د پاکستان په ګدون یې عربستان، اماراتو، چین، روسیه او ګن شمیرنورو بهرنیو هیوادونو ته د افغان سولې لپاره سفرونه درلودل، چې د همدغو سفرونو او ناستو په ترڅ کې له یوې اونې راپدیخوا د اووم ځل لپاره د زلمی خلیلزاد او طالبانو استازو تر منځ د قطر په دوحه کې خبرې پیل شوي او د خوښې ځای خو دا دې چې دا ځل په خبروکې تر ډیره حده پورې د پرمختګ خبرونه هم د رسنیو لخوا خپاره شوي، چې کیدای شي د طالبانو او زلمي خلیلزاد تر منځ یوهوکړه لیک لاسلیک شي او له بلې خوا د طالبانو چمتوالی یو بین الافغاني خبرو ته هغه څه دي چې تر سره شوي او د یکشنبي ورځې راهیسي د افغان حکومت داستازو او طالبانو تر منځ هم په قطر کې ناسته پیل شوي او دا تمه کیږي چې انشاالله نور به مو په هیواد کې د جګړي اوغم ټغر چې تل یې قربانيان افغانان ول د تل لپاره ټول او دا مظلوم او کړیدلی ولس به مو نور په یوه سولیزه فضا کې خپل ژوند پر مخ بوځي او یو ځل بیا په ښکیلو خواوو( حکومت او طالب) باندې غږ کوي چې نور دی له جګړي او وروروژني څخه لاس واخلي او د سولې بهیر ته دې لبیک ووایي ځکه چې د قرآني آیاتو له مخې په سوله کې خیر دی، او نړیوالې ټولني څخه مو هم غوښتنه دا ده چې د افغانستان د سولې په اړه له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه ونکړي، ځکه چې په افغانستان کې د سولې ټینکښت په سیمه کې د سولې ټینکښت دی.

Share this page to Telegram

Comments