د سولې غیرې پلان حرکتونه بې ګټې دي / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

افغان حکومت د سولې لپاره کاملا اراده لري او په دې برخه کې یې خپله اراده ملت ته ښودلې او د ملت لوی برخې قناعت یې هم ترلاسه کړی دی، خو له دې ټولو سره سره بیا هم ځینې کړۍ شته چې د سولې په تړاو بې پلانه حرکتونه کوي.
لکه افغان حکومت چې بار بار وايي، د سولې ټول اجرایوي صلاحت ورسره دی، له دې پرته هیڅ ډول ناسته او هوکړه پایله نه لري.
افغانان منتخب حکومت لري او دا حکومت صلاحیت لري چې د افغانانو د راتلونکي په تړاو پریکړه وکړي، داسې پریکړه چې دوامداره او باعزته وي.
تاسو ځینې ډلې او اشخاص ګورئ چې په ښکاره د سولې لپاره انفرادي او ډله ییز حرکتونه کوي، خو دوی په اصل کې د سولې پروسې مخالف او د سولې پروسې پروړاندې ستونزې جوړوي.
یواځې منسجم حرکتونه کولی شي دا پروسه بریالی کړي، منسجم حرکتونه د حکومت په اډانه کې رامنځ ته کیدلی شي او له دې بیرون هر ډول حرکتونه بې پایلې دي.
تاسو ولیدل چې سیاسیونو او احزابو نماینده ګانو د روسیې، قطر او اسلام اباد سفرونه په دې پلمه وکړل چې ګنې د سولې پروسې سره مرسته کوي، خو و مو لیدل چې پایله څه وه.
پرته له دې چې د افغانانو له غبرګون سره مخ شول، نور هیڅ پایله یې ور نه کړه او نه پایله ورکولی شي.
اوس چې د چین ناستې په تړاو چمتووالی نیول کیږي، افغان حکومت خپل پلاوی ټاکلی چې نومونه یې نه دي خپاره شوي، خو له دې سره سره بیا هم ځینې سیاسیون او د احزابو نماینده ګان هڅه کوي چې په شخصي توګه ګډون وکړي.
هغه څه چې حکومت یې و نه غواړي، هیڅوک یې لاس ته نه شي راوړلی، د حکومت اراده په دې برخه کې واضح ده، مشورتي لوی جرګې د سولې تګلاره ورکړې او حکومت د همغې تګلارې په اساس عمل کوي چې افغانان سولې ته ورسوي.
نو ټول هغه اشخاص او ډلې چې غواړي د سولې لپاره کار وکړي او خپل مسوولیت ادا کړي، نو یا دې د افغان حکومت له تګلارې سره سم حرکت وکړي، یا دې د افغان حکومت د تګلارو ملاتړ وکړي.

Share this page to Telegram

Comments