د سولې عالي شورا پلاوی مسکو ته ځي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د سولې عالي شورا څلور کسیزه پلاوی نن مسکو ته ځي چې د سولې په تړاو جوړېدونکي غونډې کې ګډون وکړي.
له دې سره د سولې عالي شورا نیوکه وکړه، پاکستان له فشارونو سره ـ سره له افغان لوري سره د سولې پروسه کې همکاري نه ده کړې.
د مسکو غونډه کې به د پآکستان او طالبانو په ګډون د ځینو نورو هېوادونو استازي هم ګډون وکړي.
ځینې راپورونه وايي چې په دغه غونډه کې به روسیه کې د امریکا سفارت هم خپل استازي د پروسې د ارزولو لپاره ولېږي، خو رسمي سرچینو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
په دې غونډه کې د سولې شورا د دولت په استازیتوب خبرې کوي او د حکومت په استازیتوب پکې څوک د ګډون لپاره نه ځي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments