د سولې شورا ته تمه پیدا شوې

comments 0

670 Views

هندوکش-کابل: د سولې عالي شورا وایي، وسله والې ډلې باوري شوي چې جګړه د حل لاره نه ده.
د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي چې د عبدالعلي مزاري په تلین کې یې خبرې کولې وویل، د سولې په تړاو د خلکو اجماع شته او دوی نه غواړي په تېرو بدو پسې وګرځي.
له دې سره د هېواد په کچه قومي مشرانو د افغان حکومت د سولې له طرحې ملاتړ اعلان کړ او له طالبانو یې د اوربند غوښتنه وکړه.
قومي مشران د سرحدونو، قبایلو او قومونو وزارت په بلنه راټول شوي و او له وسله والو ډلو یې غوښتنه وکړه چې اوربند وکړي او د جګړې پر ځای سولې ته مخه کړي.
قومي مشرانو د ولسمشر غني وروستی دریځ د سولې په تړاو وستايي او له طالبانو یې وغوښتل چې له دې فرصت ګټه پورته کړي.
عبيدرادپور

Share this page to Telegram

Comments