د سولې روانو مذاکراتو په اړه زما دريځ!!!فضل هادي مسلميار

comments 0

0 Views

د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې اوټیکاو له پاره د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او طالب مشرانو ترمنځ مذاکرات او خبرې اترې په داسې حال کې روانې دي چې زموږ هېواد، ملت او ولسونه سولې ته شديده اړتيا لري، موږ له جګړو، وژنو، وينې تويدنې او ترهګریزو وحشیانه بریدونو ستړي او د سولې تندغري یوو غواړو په هر دم شهیده خاوره مو د سولې سپین څادر هر څومره ژر چې وي وغوړیږي.
د وسله والو طالبانو د استازي دا خبره چې ويلي يې دي ” کله چې امريکا ووځي، ملي اردو پخپله ختمه ده، ځکه معاش يې امريکا ورته برابروي”
په کلکه غندم او دا موږ ته په هېڅ ډول د منلو وړ نه ده، ځکه اردو د هېواد او نظام اردو ده، ملي اردو د افغانستان د ملي حاکميت، ملي ارزښتونو او ملت ساتندویه ځواک دي، تل يې ددې خاورې او هېواد څخه کلکه دفاع کړې دغه ډول خبرې د پرديو دسيسې او توطيې دي چې غواړي د طالب استازو له خولې او ادرسه يې وکړي.
زموږ د ملي اردو د لمنځه وړلو او ټوټې ټوټې کېدا ارمان لا له پخوا څخه زموږ ځينو ګاونډيو هېوادونو درلود خو اوس زموږ ملي اردو پياوړې، د نظام ملي بنسټونه مستحکم او ملي امنيتي ځواکونه مو د خپلې دفاع او هېواد ساتنې وړتيا لري، چې ډاډه يم د لوی څښتن تعالی په فضل ګاونډيان به خپلو شومو موخو ته ونه رسيږي.
زمانه اوړي او تاریخ بې پرې قضاوت کوې؛ له بده شامته زموږ ” قريبه ماضي” شاهده ده چې څنګه مو ملي نوامیس تالاترغه او ملي شتمنۍ او ارزښتونه مو د نورو د ارګاه بارګاه ښایست او موزیمونو اثاثه شول.
له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې ډېری کورنۍ قرباني شوي، د ملي امنيتي او دفاعي لیکو زيات شمېر سرتېرو خپلې وينې نذرانه کړې، ډېری ملکي وګړو پکې ژوند له لاسه ورکړ؛ د سولې په پروسه کې ددې ټولو قربانيانو کورنيو غوښتنې او هیلې هم بايد له پامه ونه غورځول شي.
موږ د باثباته سولې غوښتونکي يوو، هغه څو ورځنۍ نمايشي سوله چې ثبات ورسره تړلی نه وي او په راتلونکي کې د بحرانونو او کورنيو جګړو د مخنيوي تدابير يې په پام کې نه وي نيول شوي افغان ملت ته د منلو وړ نه ده.
موږ په بين الافغاني مذاکراتو باور لرو د سولې مذاکرات بايد د افغان حکومت، افغان ولس او طالب مشرانو ترمنځ وشي، دا د افغان ملت ځانګړنه ده چې د خپل افغاني غرور او پرنسیپونو پر بنسټ هيڅکله ورته د نورو تر جغ لاندې مدارات’ موالات’ مواخات او معاملات د منلو وړ نه وي.
د افغانستان په ټولو سياسي مشرانو هم غږ کوم چې لږ تر لږه د سولې په خاطر له خپلمنځي اختلافاتو تېر شي د واقعي او افغاني سولې لپاره دې د اوسني نظام د ملاتړ په کولو سره دې هيچاته ددې اجازه نه ورکوي چې د پرديو دستوري خبرې او توطيې دلته تطبيق او افغانستان د يوې لويې فاجعې سره مخ کړي.
زه يوار بيا ټينګار کوم چې طالب مشران دې له افغان حکومت او افغان ولس سره د مذاکرې مېز ته کيني د بين الافغاني سولې لپاره دې پخپلو منځو کې سره تفاهم وکړي، لکه څنګه چې اللهي ارشادات او نبوي ملغلرې د مؤمنانو ترمنځ د جوړجاړي او سمسکي لارښوونه کوي د وسله والو طالبانو په مطرحو علماوو مې غږ دی چې نور دې دغې بدرنګې لوبې ته دپای ټکی کیږدي، افغاني ميندې خويندې او يتيمان دې نه ژړوي پر افغان ځورېدلي، مظلوم او کړېدلي ملت دې ورحميږي او د پرديو ترهګرو ګاونډيو هېوادونو غوښتنې او دسيسې دې نه عملي کوي.
وَمَا ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ بِعَزِيزٍ
فضل هادي مسلمیار
د مشرانو جرګې رئیس

Share this page to Telegram

Comments