د سولې د خبرو بیا پيل او د قطر جنجال / نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

د شنبې په ورځ د امریکا او طالبانو ترمنځ یو ځل بیا خبرې پيل شوې، دا خبرې له هغه ځایه پیل شوي، کوم ځای چې دریدلې وې، او ټاکل شوې وه په هغه هوکړه یو ځل بیا بحث وشي او ډاډ ترلاسه شي چې لاسلیک ته نږدې شوې وه.
افغان حکومت د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په تلیفوني خبرو او دغه راز بګرام هوایي ډګر کې د لیدنې پر مهال امریکایي ولسمشر ته قناعت ورکړی چې د افغانستان جګړه په جګړه نه ختمیږي.
ولسمشر غني ټرمپ سره خبرو کې بحث کړ چې طالبانو سره دې خبرې په دې شرط وروستۍ کړي چې طالبان به د بهرنیو ترهګرو سره اړیکې پرې کوی، ګاونډیو هېوادونو کې به پټنځایونه له منځه ځي، اوربند به کیږي او بین الافغاني خبرې به له امریکا سره له هوکړې وروسته دوام پيدا کوي.
امریکا په تاوتریخوالي له طالبانو سره لس میاشتني بحثونه چې هوکړې ته نږدې شوي و، لغوه اعلان کړې خو افغان حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر کار وکړ چې دا پروسه بیا ځلي شروع شي، خو طالبانو ته شرط دا و چې جګړه به کموي، ښارونو کې به لوی بریدونه نه کوي او بین الافغاني خبرې او اوربند به کوي.
بالاخره د امریکا حکومت خپل استازي زلمي خلیلزاد ته اجازه ورکړه چې طالبانو سره خبرې وروستۍ کړي او بین الافغاني خبرو دروازه پرانیزي.
اوس چې خبرې بیا پيل شوې، د طالبانو د قطر سیاسي ډله کې هم زیاتوالی راغلی، انس حقاني چې تازه له زندان خوشې شوی او د ملا عمر زوی چې قطر ته رسیدلی د دې پلاوي په جوړښت کې اضافه شوي دي.
د ملا عمر زوی ملا یعقوب د جګړې د طالبانو له لوري معرفي شوی او قطر ته رسیدلی خو د شنبې ورځ خبرو کې اجازه نه ده ورکړل شوې چې ګډون پکې وکړي.
د طالبانو د سیاسي دفتر دا کار د جنګي طالبانو له بد بینۍ او بې باورۍ سره مخ شوی چې ولې یې د ملا عمر زوی ملا یعقوب ناسته کې نه دی پريښی.
ملا یعقوب هم جنجال کړی چې ولې د مولوي جلال الدین حقاني زوی د پلاوي برخه دی او د ملا عمر زوی ملا یعقوب د پلاوي برخه نه دی.
تر دې وړاندې هم د سیاسي او جنګي طالبانو ترمنځ یو جنجال پیدا شوی و، هغه داسې چې له امریکا سره د خبرو جزیات سیاسي دفتر له جنګي طالبانو سره نه و شریک کړي او بلاخره یو ځانمرګي برید باندې یې دا خبرې لغوه کړې.
اوس جنګي طالبانو بیا خبرداری ورکړی چې که د دوی غوښتنې په دې خبرو کې په پام کې و نه نیول شي، دوی به د قطر دفتر هیڅ پریکړه و نه مني او یا به هڅه وکړي چې دا پروسه بیا لغوه کړي.
د طالبانو سیاسي او جنګي طالبانو کې مهم کسان بهرنیو استخباراتو په انحصار کې دي او هر هېواد ترې خپلې غوښتنې لري او خپل فرمایشونه پرې پوره کوي.
همدا لامل دی چې د طالبانو ترمنځ خبرو کې یو لوی درز راغلی او ملا برادر هڅه کوي چې ټولې ډلې او کسان په یو چتر کې راټول جګړه پای ته ورسوي.

Share this page to Telegram

Comments