د سولې او افغان ځواکونو د عملیاتو په تړاو د مشرانو جرګې څرګندونې / نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

د تعجب ځای دی چې د ترهګرو ملاتړی هېواد پاکستان د افغانستان د سولې مذاکراتو کوربه توب کوي.
هېڅ نږدې ګاونډي او لرې هېواد حق نه لري له افغان حکومت پرته د سولې مذاکرات مخته يوسي.
افغان حکومت سولې ته ژمن دی خو ترهګرۍ ډلې نه سولې ته ژمنې دي نه افغانانو ته او نه افغانستان ته.
د مشرانو جرګې دريځ د ملت دريځ دی او تل د افغانستان عليا مصالح په نظر کې نيسي.
د يوه افغان په حيث د خجالت احساس کوو چې د طالب مشرانو هرکلي ته د ايې ايس ايې استخباراتي ادارې مشر هرکلي ته ولاړ و او دوی ډالۍ ورکولې.
مشرانو جرګه د سولې مخالفه نه ده خو بين الافغاني مذاکرات غواړي او هغه مذاکرات په کلکه غندي چې افغان حکومت پکې شريک نه وي.
په ملي او مهمو مسایلو کې دولتي بنسټونه او سیاسیون هم نظره او متفق اوسي، نباید ځیني حکومتي مامورین د حکومت ضد دریځونه خپل کړي.
په تخار او بدخشان ولایتونو کې دخپلو اتلو امنیتي او دفاعي ځواکونو دلاسته راوړنو او پرمختګونو ستايم او د زړه له تله ترې مننه کوم.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تر بل هر چا او هرې ډلې سولې ته ژمن دی او په دې برخه کې یې ډېرې هڅې کړي ، خو ترهګر د پردیو استخباراتو په لمسون په دې اړه په خپلو ژمنو ولاړ نه دي او تل یې د جګړې او تاوتریخوالي لار نيولې.
پاکستان ته د طالب پلاوي سفر او ددې هېواد د ملکي او استخباراتي چارواکو له خوا یی هرکلی د شرم او خجالت وړ ګڼم ، د طالبانو مرستیال چې کلونه کلونه یې د ايې ايس ايې په زندان کې تېر کړل دوباره هماغه هېواد ته ځي او پاکستاني چارواکو ته ډالۍ وړاندې کوي.
هېڅ ګاونډی یا لرې پروت هېواد ددې حق نه لري چې د سولې مذاکرات د خپلو غوښتنو سره سم پرمخ بوځي ځکه هره ناسته یا بحث چې په هغې کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت استازي حضور ونه لري د نه منلو وړ او په کلکه يې ردوو.
مشرانو جرګې د هېواد ملي مصالحو او لوړو ګټو ته په پام په همغږي ډول او واحد نظر تل د افغان دولت تر چتر او مالکیت لاندې د سولې مذاکراتو څخه ملاتړ کړی او کوي یې، باید ټول سیاسیون په ځانګړې توګه حکومتي بنسټونه هم په دې اړه ګډ نظر ولري ځګه ولیدل شول چې پاکستان ته د طالب پلاوي د ورتګ په تړاو د بهرنيو چارو وزارت ویاند د حکومت ضد موقف خپل کړ او باید ترې پوښتنه وشي چې دا د نوموړي شخصي نظر دیاو که د بهرنيو چارو وزارت؟
په تخار او بدخشان ولایتونو کې د خپلو اتلو امنیتي او دفاعي ځواکونو د لاسته راوړنو او پرمختګونو څخه هرکلی او د زړه له تله مننه کوم دوی ته د لابریاو هیله کوم ، تل مو د خپلو اتلانو قربانۍ ستایلي او ور څخه مو ملاتړ کړی او دې کار ته به دوام وکوم ، د هېواد ددې رښتینو او زړه ورو بچیانو مې غوښتنه ده چې دهېواد په ګوټ ګوټ کې د دشمن د بې شرمانه تحرکاتو مخه ونیسي، ددوی شومې موخې دې لمنځه یوسي او دا د پردیو مزدوران دې وځپي.

Share this page to Telegram

Comments