د سولې او اعتدال تیم یوځل بیا پر ولسمشر نیوکې وکړې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: راتلونکو ولسمشریزو ټاکنوته یو شمېر نوماندانو پر ولسمشر غني غږ کړی دی چې د جوزا میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته دې واک پرېږدي.
د ولسمشرۍ نوماندانو ویلي د جوزا له لومړۍ نیټې وروسته د ولسمشر غني قانوني کاري دوره پای ته رسېږي او له هغه وروسته یې کار غیر قانوني دی او که چېرته غني خپل کار ته دوام ورکړي نو ګڼې ستونزې به رامنځته کړي.
د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم مشر حنیف اتمر له ولسمشره غوښتنه کړې چې که چېرته له ټاکلې نیټې وروسته د خپل کار پر دوام ټینګار وکړي نو سیاسي بحران به رامنځته شي او مسؤل به یې خپله ولسمشر غني وي.
نوموړي دغه راز ویلي، د ولسمشر غیر قانوني کار د ولسمشرۍ ریاست وقار اغېزمنوي نو دی باید په خپله خوښه له واکه لاس واخلي. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې ولسمشر دې یا له واکه لاس واخلي، یا دې له کانداتورۍ تېر او د سرپرست په توګه دې خپلې دندې ته دوام ورکړي.
خو ارګ وایي، د اساسي قانون د تفسیر یوازینۍ قانوني مرجع ستره محکمه ده او په دې اړه به هره پرېکړه یاده اداره کوي.
دا کړکېچ وروسته ترهغې اوج ته ورسېد کله چې دموجوده ګډحکومت واک دسترې محکمې له لوري تمدیدشو، داپرېکړه یوشمېر نوماندانو غیرقانوني وبلله، اوستره محکمه یې په فساد تورونه کړه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments