د سولي عالي شورا: هیله ده د طالبانو خوشی کیدل سولې لپاره ګتور تمام شي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د سولې عالي شورا ویاند احسان الله طاهري وايي، د سولې عالي شورا د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې د سولې په برخه کې اخیستل کېږي.
نوموړي د طالبانو د هغو پنځو غړو په اړه چې نوي قطر دفتر ته تللي او دوی به د سولې خبرې پيل کړي ویلي، هیله لري چې دوی د سولې د خبرو په برخه کې ګټور تمام شي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو پنځه پخواني غړي چې د ګوانټنامو زندان یې هم تېر کړی اوس په قطر کې دي.
د طالبانو ویاند ویلي چې دغه کسان به د سولې خبرې پیلوي او مذاکرات به ددوی پر غاړه وي.
د سولې عالي شورا بیا دې تحولاتو ته هیله مندي ښيي او په وینا یې دوی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو له هر ډول پرمختګ ملاتړ کوي.
بل پلو مشرانو جرګې بیا ویلي وو، چې حکومت دې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې وڅاري. د سناتورانو په وینا دمګړی امریکا هر څه پخپله پر مخ وړي، خو حکومت باید په دې ټولو خبرو کې شریک او دخیل وي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments