د سوداګرۍ پراختیا او مدیریت/سیدعبدآلله پاچا

comments 0

1 Views

افغان حکومت تل هڅه کوي چې افغان تولیداتو او محصولاتو ته نړۍ کې بازار پیدا او صادر یې کړي.
په دې لړ کې افغان جلغوزي، د غره طبیعي بوټي، قالینې، وچې میوې، تازه میوې او اوس مهال افغان کالي هندوستان هېواد ته ورسیدل.
دا لومړنۍ محموله وه چې هندوستان ته ورسیدله، شاوخوا اته کانتینرونه چې په افغان لباسونه بار وې، د د واګه بندر له لارې هندوستان هېواد ته رسیدلي دي.
په دې سره به هغه متشبسین چې افغاني کالي په کور او فابریکو کې جوړوي، کارونه به یې زیات او د کار او تولید ارزښت به یې زیات شي.
تاسو ولیدل چې افغان جلغوزي، یوه کیلو په ۷۰۰ افغانۍ و، خو کله یې چې چین هېواد ته صادرات پيل شول، دا جلغوزي اوس یوه کیلو په ۴زره افغانۍ دي.
افغان حکومت تل هڅه کړې چې اړیکو کې داسې توازن وساتي چې په سوداګرۍ باندې اغیز و نه کړي، له همدې کبله ډير کله ټینګار لري چې نباید سیاسي وضعیت پر سوداګرۍ اغیز وکړي.
دغه راز حکومت ژمن دی چې د وارداتو او صادراتو بیلانس برابر وساتي او یا کم توپير ولري.
تاسو ولیدل چې پخوا زموږ صادارتو کچه ډيره کمه وه او ټوله تکیه وارداتو باندې وه، خو اوس له ښه مرغه ، قوي مدیریت دا برخه پیاوړې کړې او د وارداتو تر څنګ زیاتو هېوادونو ته صادرات هم لرو.
له ګاونډي هېوادونو سره د صادراتو تر څنګ ان اروپا ته هم افغان تولیدات او محصولات په موټرو او کارګو له لارې ځي چې سوداګري یې پراخه کړې او د متشبسینو کار یې جوړ کړی دی.
که پاکستان په دې برخه کې سم برخورد کولی او سوداګري یې د سیاست قرباني کړی نه وی، اوس دواړو هېوادونو سوداګري زیاته پراخه او وضعیت به تر دې ښه و.
د ښه مدیریت له مخې، اوس افغانستان له انحصار وتلی او که یوه لار بنده شي، لس نورې لارې خلاصې دي چې د افغاني بازارونو اړتیا پوره کړي.
ځینو برخو کې افغانستان پر ځان بسیا شوی او ځینو نورو برخو کې چې بسیا نه دی، په یو هېواد متکي نه دی او کولی شي چې له نورو ډیرو هېوادونو هم واردات وکړي.
پخوا به د افغانستان ټوله تکیه پر پاکستان وه او که به له پاکستان سره لارې بندې شوې، افغان بازارونو کې به یا توکي نه پيدا کیدل او یا به د توکو بیې دومره لوړې شوې چې هر چا له توان به پوره نه وه چې وا یې خلي.
افغان حکومت توانیدلی چې ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته قناعت ورکړي چې متقابله همکاري به کوي چې سوداګري پراخه او د دواړو هېوادونو اړتیاوې پوره شي.

Share this page to Telegram

Comments