د سنځلو (١٣)روغتیايي ګټې!

comments 0

0 Views

دا چې د سنځلې ونه له هر ډول محیط سره جوړ جاړی کولی شي، نو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونه کې پیدا کېږي او کرل کېږي هم. د سنځلې ټولې برخې؛ هغه که ریښې وي، پوستکی وي او یا هم خپله مېوه ګټورې بلل شوې دي.
١دسنځلوخوړ‎ل دويني فشارټيټوي
٢دغاښونواوهډوکوساتنه کوي
۳د معدې او ینې د پیاوړي کېدو لامل کېږي. ۴سنځلې په خپل ترکیب کې تر ټولو قوي انټي اکسیډان لري چې د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت لوړوي.
۵سنځلې د التهاب ضد ځانګړنه لري او کم کالري مېوه بلل کېږي. ګټه یې د هغو کسانو لپاره ډېره ده چې غواړي خپل وزن کم کړي. پر دې ټولو سربېره سنځلې نورې ډېرې ګټې هم لري چې ځینو ته یې په لاندې ډول اشاره کوو:
۶سنځلې د تبې او درد ضد خاصیت لري
۷سنځلې زړه قوي کوي
۸سنځلې سر درد له منځه وړي
۹سنځلې اسهال کابو کوي او د خونریزۍ مخه نیسي
۱۰سنځلې د مفاصلو درد او د پوستکي خارښ له منځه وړي
۱۱سنځلې د پوست د ښکلا لپاره ښه نسخه ده
١٢له سرطان سره مقابله كوي
سنځلې د افغانستان په مشهورو وچو مېوو کې راځي چې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې موندل کېږي، خو د پکتیا، خوست،ميدانښار، لوګر ولایت سنځلې بیا خورا مشهورې دي. په دغه ولایت کې ډول ډول سنځلې پیداکېږي او ګڼ مینه وال هم لري.

Share this page to Telegram

Comments