د سعودي پاچا شپږ کسان له دندو ګوښه کړي

comments 0

1 Views

هندوکش ــ سعودي: د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز د شاهي کورنۍ د دوو غړو په ګډون شپږ چارواکي د مالي فساد په تور له دندې لرې کړل.
پاچا سلمان په خپل حکم سره یمن کې د سعودي عرب په مشرۍ د پوځي ټلوالې د ګډو ځواکونو قوماندان فهد بن ترکي او د هغه زوی عبدالعزیز بن فهد چې د الجوف سیمې مرستیال امیر وو، له دندو ګوښه کړي دي.
د پاچا سلمان حکم کې دا دوه شهزادګان له نورو څلورو حکومتي چارواکو سره په دفاع وزارت کې “په فساد او شکمنو مالي معاملو کې په لاس لرلو تورن شوي دي. ”
د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان- چې عملاً د حکومت مشر دی- دعوه کوي چې له مالي فساد سره مبارزه یې اصلي لومړیتوب دی.
خو د محمد بن سلمان نیوکګر یا منتقدان نوموړی د تخت او تاج د سیالانو او د خپلو نیوکګرو پر لرې کولو او بې واکه کولو تورنوي.
څو میاشتې مخکې د امریکا والسټریټ جورنال ورځپانې هم یوه رپوټ کې وویل، د پاچا سلمان د کشر ورور احمد بن عبدالعزیز او پخواني ولیعهد محمد بن نایف په ګډون د سعودي د شاهي کورنۍ درې لوړپوړي چارواکي بندیان دي.
په ۲۰۱۷ کال کې د سعودي ولیعهدۍ ته تر رسېدو لږ وروسته محمد بن سلمان لسګونه لوړپوړي چارواکي او د سعودي شاهي کورنۍ غړي د مالي فساد په تور ونیول او د ریاض مجلل هوټل-ریتز-کارلتون- کې یې څو اونۍ بندیان کړل.
ډېری دا کسان لږ وروسته ازاد شول، خو له دې هوټل د وتلو لپاره یې د هوکړې او جوړجاړي لپاره ۱۰۶،۷ میلیارد ډالر ورکړل.
عزت تبیان

Share this page to Telegram

Comments