د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د امریکا د پوځ له لوی درستیز سره لیدلي دي

comments 0

6 Views

هندوکش ــ سعودي عربستان: د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس وایي چې ولیعهد محمد بن سلمان د امریکا د پوځ له لوی درستیز سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو په سیمه کې پر روان وضعیت بحثونه کړي دي.
امریکا او سعودي عربستان ټينګار کړی دی چې په نظامي او دفاعي برخه کې به ددواړو لورو ترمنځ همکارۍ ډېرېږي او دواړه هېوادونه به په ګډه هڅه کوي چې د سیمې امنیت تامین کړي.
دوی د نړیوالې سولې او امنیت په تامین کې پر ګډو هڅو او همکاریو هم خبرې کړې دي.
سعودي عربستان او امریکا دواړه ایران تور پورې کوي، چې په منځني ختیځ کې له ترهګریزو شبکو سره د مالي مرستو تر څنګ د وسلو او مهاتو مرستې هم کوي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments