د سرې مُلۍ مهمې ګټې

comments 0

0 Views

سرې مُلۍ لږ کالوري خو د ويټامین B1,B2,B3، پوتاشیم، فاسفورس، کلسیم، سودیم او بتاکاروټن لپاره یوه ښه منبع ده.
سره ملۍ د انټي اکسیدان شتمنه منبع ده، چې په اړه یې څېړنې ښيي، که سره ملۍ په ښه توګه مصرف کړی شي، نو د یو شمېر سرطانونو لکه د سږو سرطان او د تخمدان د سرطان په مخنیوي کې در سره تر هر څه ښه مرسته کولی شي.
سره ملۍ همدا راز د سلفري ترکیباتو درلودونکې سبزي ده، چې د سرطان په وړاندې مو ښه حفاظت کړی شي.
سره ملۍ د انټي باکتریا په درلودلو سره د ډېری مرضونو مقابله کولی شي، دغه سبزي همدا راز د هډوکو لپاره ډېر مفید دي، او همدارنګه د پوستکي د مرضونو په علاج کې کار کوي، او پوستکي ته د اوبو په رسولو کې ښه مرسته کوي.
ملي سرخک د مخ د ټپونو د پیدا کېدو مخنیوی کوي، او حتی کولی شئ، چې د پوستکي په سطحي زخمونو باندې یې د پټۍ په ډول استعمال کړئ!
سره ملۍ د روماتېزم د ناروغیو په مخنیوي کې ښه مقابله کولی شي.
همدا راز د سرې ملۍ پاڼې د سترګو په تقویت کې ښه رول لوبولی شي.
باید ووایو، چې د سرې ملۍ له ډېرو خوړلو څخه باید ځانونه وساتو، ځکه ډېر خوړل یې پېچش او د غاښونو او ستوني درد منځ ته راوړي

Share this page to Telegram

Comments