د سرمفتش تازه راپور؛ حکومت او طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې پراخې کړي

comments 0

0 Views

تاند- د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش په تازه راپور کې ویل شوي چې د افغانستان حکومت او طالبانو د هیواد له ۳۳ لانجمنو سیمو څخه درې نیم سلنه تر کنټرول لاندې راوستې ده.

د سیګار په راپور کې، چې د امریکا کانګریس ته یې وړاندې کړی، ویل شوي، د ۲۰۱۶ په نوومبر کې د افغانستان د خاورې په سلو کې ۵۷ د حکومت او ۱۰ د طالبانو په ولکه کې وه خو په تېرو درو میاشتو کې تغییر راغلی دی.

راپور، چې د امریکايي پوځیانو او د غوڅ ملاتړ ماموریت د معلوماتو پر اساس چمتو شوی، ښيي چې د افغانستان حکومت له متنازع یا لاس په لاس کېدونکو سیمو څخه دوه نیم سلنه تر بشپړ کنټرول لاندې راوستې او طالبانو په سلو کې ۱ لانجمنه خاوره نیولې ده.

د دې راپور پر اساس اوس طالبان ۱۱ سلنه خاوره په بشپړ کنټرول کې لري، ۲۰ سلنه متنازع ده او په سلو کې ۶۰ نوره د حکومت تر واک لاندې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا د خاص سرمفتش په وینا، وسله وال طالبان د افغانستان ۱۱ ولسوالۍ په ولکه کې لري او پر ۲۴ نورو اغېز لري خو د افغانستان حکومت ۹۷ ولسوالۍ په کامل ډول په لاس کې لري او پر ۱۴۶ نورو اغېز لري

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply