د سرحدي شهید پولیس جنازه وشوه

comments 0

36 Views

هندوکش – خوست: خوست والي د هغه شهيدانو په جنازو کې ګډون وکړ، چې تېره ورځ د خوست په سرحدي ولسوالۍ ځاځي ميدان کې له پاکستان سره په جګړه کې شهيدان شول.
دوي د سيمې اوسيدونکي وو او د پاکستاني تيري پر وړاندې ودرېدل چې غوښتل يې افغان خاوره لاندې کړي.
د خوست ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايې، خوست والي د سيمې خلکو ته ډاډ ورکړ چې ملي امنيتي ځواکونه يې د دفاع لپاره په سنګرونو کې دي.
تېره ورځ په لومړيو وختونو د سيمې ولسونو په خپله مېړانه پاکستاني ځواکونه په خپلې قربانۍ او پاکستاني لوري ته د مرګ ژوبلې په اوښتو له نيول شويو سيمو په شاه کړل.
تېر ماښام ناوخته د پاکستاني لوري په غوښتنه اوربند وشو.
عمران احمدزۍ

Share this page to Telegram

Comments