د سرتېرو قرباني نادیده مه نیسئ / عبدالمنان توحیدیار

comments 0

1 Views

هر ځل کابل او نورو ولایتونو کې تر برید وروسته ځینې خود غرضي او وطن فروشان د سرتېرو په عمل باندې نیوکه کوي.
په داسې حال کې چې ځآنګړي سرتېري له هر برید سره سم ځان سیمې ته رسوي، او هڅه یې دا وي چې ځانمرګي هر څومره ژر له منځه یوسي.
خو هر ځل بریدګر داسې ځای کې ځای نیسي چې هلته ملکي وګړي وي، یا یې ملکي وګړي یرغمل کړي و، یا یې داسې ځای کې ځای نیولی وي چې افغان سرتېري زړه ور عملیات نه شي کولی.
ځانمرګي چې له ځان تېر وي، او د مرګ لپاره راغلي وي، سرتېري هم ځان پسې رسوي او د خلکو د ژغورنې لپاره سرتېري هم له خپل سره تېر وي.
هر برید کې سرتېري د خلکو د ژغورنې لپاره قرباني ورکوي او د دې لپاره چې نور خلک وژغورل شي، سرتېري لکه زمریان د ځانمرګو مخې ته ورځي.
د خلکو لومړی نیوکه دا وي چې دا ځانمرګي څنګه تر هدف رسیږي.
زه غواړم دلته یو څه ووایم چې ځینې خلکو سره پوښتنه حل شي.
کشفي ارګانونه ملامت بلل کیږي چې ولې د بریدګرو مخه نه نیول کیږي، یا ولې برید ګر یوې مهمې غونډې ته نږدې ځای نیولی دی.
خو دا پوښتنه نه کوي، چې ایا کشفي ارګانونه دې سیمه کې د لوړپوړو چارواکو د موټرو د پلټلو اجازه ورکول کیږي، که سرتېري او یا کشفي ارګانونه دا کار وکړي، ټول جنابان دا د خآن سپکاوی بولي.
زه باور لرم چې دا خلک په عادي او عام موټر کې تر دې ځای نه دي راغلي، نه دومره وسله په شخصي موټر کې انتقال کیدلی شي او نه هم دا څېرې چې ښکاره وسله وال او نامالوم کسان یادیږي په دې سیمه کې ګرځیدلی شي.
نو په پوره باور سره ویلی شو، چې دا کسان داسې موټرو کې وړل شوي چې ځآنونه له هر ډول پلټنې مستثنا ګڼي او د بهرنیو استخباراتو لپاره کار کوي.
کله چې کشفي ارګانونه او یا ځانګړي ځواکونه د عالي جنابانو! موټرو د پلټلو لپاره چک پواینټونه جوړ کړي، بیا شور جوړ وي چې حکومت خپل سیاسي رقیبان ځپي، حکومت د سیاسیونو او قومي مشرانو سپکاوی کوي.
نو کشفي ارګانونه او نور ځواکونه په دې برخه کې دومره ملامت نه دي، لکه څومره چې دا مافیایي کړۍ چې ځآنونه تر قانون لوړ ګڼي، ملامت دي.
سرتېرو خو هغه دی خپل کار وکړ، وسله وال یې په خپله سزا ورسول، جګړه یې وکړه، ځآنونه یې سپر کړل.
نو دا ډول څرګندونې د دې لپاره کیږي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خلکو په پام کې کم راوړي.
خو افغان ځواکونو باندې اوس د خلکو باور جوړ شوی او هيڅوک دې فکر نه کوي چې په دې کار کې به بریالي شي.

Share this page to Telegram

Comments