د سبزيو سلاته

comments 0

0 Views

د اړتیا ور مواد:
1- كاهو دوې دانې .
2- ګاجري نيم كيلو .
3- كرم ( بند ګوبى ) نيم كيلو .
4- سور كرم يا د جغندر پاڼي نيم كيلو .
5- د زيتون غوړي يو ګيلاس .
6- سركه نيم ګيلاس .
7- مالګه او مرچك د ضرورت په اندازه.
د پخولو طریقه:
ګاجري سپيني كړى او د خلال په مخصوص ماشين باندي يې خلال كړى يا يې تر تراشك وباسى بيا د كاهو مغز نازك په چاړه باندي ميده كړى. سور او شين كرم هم په دغه ډول باندي ميده كړى. بيا نو لږ مالګه او مرچك په سركه كي حل كړى او د زيتون غوړي ور واچوى دغه سركه په ماست خورۍ كي واچوى بيا يو ګردى دېش يا غوري كي لومړى د كاهو مغز واچوى او شا و خوا ته يې ګاجري واچوى د ګاجرو وروسته سور كرم او ور پسې شين كرم و اوډى او پر مېز يې را واخلى. سركه بېله ورسره را واخلى او د خوړو په مهال كې پر واچوى.

Share this page to Telegram

Comments