د سالنگ د نوي تونل ډیزاین او تخنیکي چارو تړون لاسلیک شو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د شمال او سویل د نښلوونکې نوي تونل تړون تیره ورځ د ټولګتو وزارت او آسترالیايي شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
کوم تړون چې تیره ورځ د اجراییه تر مشري لاندې اجراییه ریاست کې لاسلیک شوې دې ویل کیږيد تړون ټول ارزښت ۱۹.۶ ملیونه ډالره دی، چې ۵۳ سلنه یې جاپان او پاتې برخه یې اسیايي بانک ورکوي.
محمود بلیغ د ټولگټو چارو وزیر وویل ، د نوي تړون له مخې به استرالیايي شرکت د خاواک-خنجان ، دوشي- بامیان او سالنگ اوسنۍ لاره ارزوي او غوره انتخاب به افغان حکومت ته وړاندې کوي.
د نوموړي وینا په تړون کې د اوسني سالنگ تونل د بیا رغونې ځېنې برخې هم شاملې دي، چې یاد شرکت به یې په اړه افغان حکومت ته تخنیکي معلومات برابروي.
د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله غونډې ته په وینا کې وویل، د سالنگ لارې رغونه او د بل تونل جوړول د ملي یووالي حکومت له ژمنو و.
د نوموړي په وینا تر لومړنۍ مطالعې وروسته روښانه شوه، چې اوسنی تونل د خلکو ترانسپورتي او ترانزیټي اړتیاوې نه شي پوره کولی نو ځکه پر بل تونل فکر وشو.
عبدالله عبدالله له ټولگټو چارو وزارته وغوښتل، چې د تړون په رڼا کې دې له استرالیايي شرکت سره د پروژې کیفیت ته جدي پام وشي او د سالنگ لار یې د افغانستان د راتلونکې لپاره مهمه وبلله.
د تړون د لاسلیک په پار جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال د اسیايي بانک مشر توماس پنیلا وویل، چې د سالنگ نوي تونل جوړول به د سیمې د ترانسپورت او ترانزیټ لپاره مهم گام وي.
غونډې ګې د جاپان سفیر سوجي سوزوکا وویل، د افغانستان جغرافیوي موقعیت ته په کتو سالنگ لاره یوازینی لاره ده چې د افغانستان شمال او جنوب سره نښلوي.
نوموړي زیاته کړه چې ، جاپان د دغه پروژې۵۳ سلنه برخه تمویلوي او خپل هېواد یې د افغانستان لپاره د باور وړ دوست وباله.
دا په داسې حال کې ده چې د جاپان سفیر وایي په تېرو پنځلسو کلونو کې له افغانستان سره د خپلو مرستو شمېر ۶.۲ ملیارده ډالر رسیدلې دې.
سپوژمې پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply