د زیتون خوراک مو ذهن ارموي

comments 0

0 Views

زیتون یو له پخوانیو میوو څخه شمیرل کیږي چې کرنه یې د انسان په لاس شوي ده د زیتونو د کښت تاریخچه تقریباً ۶ زره کالو ته رسیږي، زیتون یو له هغو میوو څخه دی چې نوم يې په قران کې ذکر شوي ده، د زیتون دومره ډیرې ګټي دي چې هر څوک غواړي د روزمره خوراک يوه برخه يې وګرځوي.

د ټایمز اف انډیا ورځپاڼه د زیتون په اړه وايي، چې زیتون د ذهني ارامتیا لپاره تر ټولو غوره خوراک ده، په زیتون کې د پولی فینلز (Polyphenols) په نوم کیماوي ماده شتون لري چې دغه ماده دماغو کې اکسي ډیټوسټریس (Oxidative stress) کموي، تر دې اخوا زیتون خوراک زموږ پوستکي لپاره ډیر ګټور ده پوستکی نرموي او حجرات يې تر او تازه ساتي، زیتون د انټي اکسیډنټ خصوصیاتو په درلودلو سره یو ښه التهاب ضد دوا ده نو ځکه زیتون د سرطان مرض د راتګ مخنیوي کوي.
زیتون د بدن اکثره برخو دردونه اراموي نو ځکه ورته قدرتي آئیبیوپروفن (Ibuprofen) هم وايي.

Share this page to Telegram

Comments