د زيتونو په حاصلاتو کې سږ کال څو چنده زیاتوالی راغلی

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار کانال رئيس غلام حضرت عبدالرحيمزي د هډې فارم اړوند دريم بلاک کې د زيتونو دانو د راټوليد له بهير څخه د کتنې پر مهال وویل چې سږ کال تر بل هر کال د زیتونو حاصلات زیات دي.
د کانال رئيس غلام حضرت عبدالرحيمزي وويل: د زيتونو د سږني حاصل د راټولو لپاره شاوخوا زر تنو کاريګرو ته اړتيا ليدل کيږي ، چې په وينا يې دوی نږدې څلور سوه کاريګر په واک کې لري.
عبدالرحيمزی وايي: د اټکل له مخې سږ کال به شاوخوا دولس سوه ټنه د زيتونو حاصل راټول کړي ، چې د ډيرښت لوی لامل يې د زيتونو اونو ته پر وخت د اوبو ، درملو او سرې رسول په ګوته کوي.
نوموړي زياته کړه : نږدې يوه مياشت وړاندې يې د اچارو جوړيدو په موخه په ټنونو د زيتونو دانې راټولې کړي ، چې په خبره يې اوس ،چې د زيتونو کومې دانې راټوليږي ترې تيل جوړيږي.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *