د زمري ۲۸ د هېواد د خپلواکۍ ورځ!

comments 0

0 Views

ګرانو هېوادوالو! مونږ او تاسې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ! د لمانځلو په درشل کې یاستو او دغه ورځ د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په خورا خوښی سره لمانځل کیږي. سږکال دغه ورځ د نمانځلو لپاره د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې خلکو پوره تیاری نیولی،هرچېرې بیرغونه ځوړند شوي، او په خورا درنښت، افغاني جذبه اوملی احساس سره د دی شانداره او با ارزښته تاریخی ورځې (آزادۍ او خپلواکۍ) د لمانځلو تیاری او بندوبست کې مصروفه دي او مونږ یې د دوی دغه ریښتني ملی احساسات او جذبات په ټولنیزو شبکو کې هم ګورو په ځانګړي توګه ځوان نسل تر ټولو فعال او بیداری، مګر د دی ترڅنګ معلوم الحاله کړی او څیری د دوی د جذباتو خلاف اوازونه اوچت کړی کله د آزادۍ سالار غازي امان الله خان توهین او د هغه ستر شان ته تحقیر کوي او همدارنګه د اجنبیانو او بهرنیانیو په لمسون غواړي زمونږ د سترملت او ځوان نسل جذبات او احساسات مجروح کړي او د آزادۍ د ورځې د لمانځلو سره مخالفت ښایی، دلته غواړم دوی ته زمونږ د آزادۍ تاریخ، د آزادۍ او خپلواکۍ ارزښت په هکله معلومات شریک کړم ترڅو دوی د خلکو او هېواد په وړاندی احساس د مسولیت وکړی.
زمونږ ګران وطن او هېواد افغانستان، لرِغونۍ تاریخ او زوړ تمدن لری په کال ۱٧۴۷ میلادی کې د احمدشاه درانی ترمشرۍ لاندی د معاصر دولت په تاسیس سره، سیاسي – ملی هویت او ملي دولت رامنځته کړ او په ډېره لنډه موده کې یې یوه ستره امپراطوري جوړه کړه خو دغې امپراطوری ډیر دوام ونه کړ، د کورنیو او بهرنیو تضادونو، کړکیچونو د پردیو یرغلونو او په دې خاوره باندې د تسلط لپاره د « سترو لوبو » په دوران کې، د استعماري ځواکونو د مقابلې او رقابت له کبله له منځه لاړه په ۱۲۹۸ کال کې د زمري په ۲۸ مه چې د ۱۹۱۹ د اګسټ له ۱۹ سره برابره ده د افغانستان پاچا غازي امان الله خان د بریتانوي حکومته خپلواکي بیرته واخیستله او د یو لوی او شاندار جشن په ترڅ کی چې د زاړه کابل د زرافشان قصر (د زرنګار پارک) کې جوړه شوی وه د شاه امان الله خان د لاسلیک او توشیح پر وخت اعلان شو او د نړیوالو لخوا افغانستان د یوه خپلواکه هېوادو په توګه په رسیمت وپيژندل شو. غازی امان الله خان په خلکو غږ وکړو! چې ۲۸ د اسد د ملی خپلواکۍ او آزادۍ د ورځې په نوم ولمانځي د غازي امان الله خان دغه ستري کارنامه افغانستان ته په خپل مهم جغرافیايي او استراتیژیک موقعیت کې لانورهم سیاسي او اقتصادي اعتبار ورپه برخه کړو.
غازی امان الله خان چی یو متمدن، با تدبیر په وطن او خلکو مین او ترقی پسند شخصیت و د هېواد پرمختګ او آبادی یی ستر آرمان او شعار وو چی د اماني دوره اصلاحات او ریفورمونه یی ژوندی مثالونه دی. د افغانستان لپاره د غازي امان الله خدمتونه په ځانګړې توګه د دیموکراسي او د هېواد د پرمختګ په برخه کې د قدروړدي چې باید وساتل شي.
د ویاړ ځای دی چې سږکال د هېواد د خپلواکۍ په سلمې کلیزې سره د هېواد د خپلواکۍ لومړې پېړې هم پوره کیږي نو له همدې امله د ملی یووالي حکومت او زمونږ د با شهامته او په خپلواکې مین ولس لخوا د تیرو کلونو په پرتله، په لوی توپیر سره د هېواد دننه او بهر، په ځانګړو او شاندارو مراسم سره ولمانځل شي، په پای کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ ټولو هېوادوالو ته مبارکۍ وایم.
تل دې وي آزادي او خپلواکي د مستحکم، سرلوړي او سمسوره افغانستان په هېله !

Share this page to Telegram

Comments