د زعفرانو صادرات زیات شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، د افغانستان زعفران په نړیواله کچه ښه شهرت لري، خو د صادراتو په پروسه کې یې ستونزې شته.
اوس سوداګرۍ وزارت د کرنې وزارت او خصوصي سکتور سره په ګډه کار کوي چې څنګه کولی شي د زعفرانو په تولید او صادراتو کې اسانتیاوې رامنځته او بازار موندنه وکړي.
د سوداګرۍ وزارت د مالوماتو له مخې سږ کال ۱۶ ټنه زعفران نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.
پر یو شمېر سوداګرو بیا نیوکې دي چې د ایران زعفران د افغانستان په نوم نورو هېوادونو ته صادروي.
تازه ولسمشر د ایران په ذعفرانو بندیز لګولی دی.
د ایران زعفران بې کیفیته بلل کیږي چې لومړی افغانستان ته راځي او بیا د افغانستان په نوم نورو هېوادونو ته صادریږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments