د زابل پېښه او غبرګونونه/ سید عبدالله پاچا

comments 0

1 Views

زابل کې یو لعنتي د ملي اردو ۲۲ سرتېري په یو ځای شهیدان کړل چې لر او بر افغانانو پرې غبرګونونه ښودلي دي.
د دې پېښې انګیزه مالومه ده چې له پاکستان سرچینه اخلي او هغه هېواد هیڅکله نه غواړي د سولې پروسه بریالۍ او افغانستان نظامي ځواک ولري.
د دې پېښې یو ښه اړخ بیا دا چې په افغانستان دننه او بهر غندل شوې او د طالبانو دا عمل نه بښونکی بلل شوی دی.
په دې سره د طالبانو د ترهګرۍ او وحشت څېره بیا په ډاګه شوه چې دا ډله ډله ییزې وژنې کوي او هیڅکله د سولې منطق نه لري.
هسې هم طالبانو باندې له پخوا خلک پوه دي چې دا ډله د اسلام تر نامه لاندې ترهګري کوي او نوم د جهاد ورکوي.
طالبان د واک تږي دي او د اسلام شرعي نظام تر نوم لاندې غواړي یو ځل بیا افغانستان د پاکستان پنځمه صوبه شي.
خو افغانانو چې د جمهوریت د ولسواکۍ خوند لیدلی دی، هیڅکله نه غواړي چې بیا یې طالبان ملا او پښو ته کوتکونه ونیسي او دیکتاتوري پرې وکړی.
هغه ورځې هیڅکله د افغانانو نه هیریږي چې کور کې به یې د خوراک ډوډۍ او خواړه نه و.
هغه ورځې به د افغانانو هیڅکله هیرې نه شي چې طالبانو پنجابیانو ته د شمال ښځې په لاس ورکړې د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت کې یې یو ښوونځي کې بندې کړې وې.
د طالبانو هره نادوده د هیریدلو نه ده، نو خلک به هيڅکله و نه غواړي چې طالبان پرې بیا مسلط شي او بیا پرې د اسلام اباد حکمونه ومني.
له همدې کبله د طالبانو هر وحشت غندي او د طالبانو په مقابل کې له خپل نظام او حکومت سره ودریږي.
افغان ځواکونه چې د دې خاورې ساتونکي دي، خپل ځان د دې خاورې لپاره قربان کوي او اجازه نه ورکوی چې د پاکستان ارمانونه دلته پوره شي.
طالبان د زابل برید باندې دومره زلیله شول او دومره لعنتونه پرې وویل شول چې ان خپله حیران دي چې خلک ترې څومره نفرت کوي.
پاکستان طالبان په څو ډلو ویشلي او هرې ډلې ته خپل امکانات ورکوي، که یوه ډله د پاکستان له انحصار وځي، له بلې ډلې داسې کار اخلي چې د پاکستان د ګټو لپاره وي، پاکستان دا کار د دې لپاره کړی چې افغانستان جګړه کې یې هيڅکله لاس و نه وځی.
افغان ځواکونه به د طالبانو او پاکستان دا ارمان پوره کیدو ته پرینږدي چې افغانستان کې یې لري.
پر خپلو ځواکونو باور ولرئ، تر شا یې ودریږئ، دا ځواکونه به د دې هېواد د ابادۍ او خپلواکۍ لپاره قرباني ورکوي.

Share this page to Telegram

Comments