هندوکش ـ زابل: د زابل پولیس په شملزیو ولسوالۍ کې د ۱۴ وسلوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د زابل د پولیسو ویاند حکمت کوچي، رسنیو سره په خبرو کې وویل، دغه شمېر وسلوال پرون دوشنبه په دوو کلیو کې ووژل شول.
هغه وویل: “۱۴ نفره دښمن هم د سپینې خونې په کلي کې هم د بابر په کلي کې له منځه تللي او شپږ کسان یې ټپیان دي. له نېکه مرکه دوست قوت ته کوم زیان نه دی اوښتی.”
ننګیالی کوهنورد
د زابل په شملزیو کې ۱۴ وسلوال طالبان وژل شوي دي
