د روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله: خوشي طالب بندیان بیا د جګړې ډګر ته تللي

comments 0

1 Views

هندوکش ـ کابل: د روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، چې زیات شمېر خوشي شوي طالب بندیان بېرته د جګړې میدان ورګرځيدلي دي.
عبدالله دا خبرې پرون د امريکا د بهرنيو اړيکو شورا ته په وېډيويي کنفرانس کې کړې دي.
نوموړي زياته کړې، د دقیق شمېر په تړاو يې نه پوهېږم خو موږ له دې خبر يو چې زیات شمېر طالب بندیان بېرته د جګړې ليکو ته ور ستانه شوي دي او دا له هغه ژمنې سره په تضاد کې ده، چې طالبانو کړې.
د هغه هوکړې له مخې چې د روان مېلادي کال د فبروري په وروستيو کې په دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ لاسليک شوه، افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ زندانيان او طالبانو د افغان حکومت ۱۰۰۰ زندانيان ازاد کړل.
طالبانو ژمنه کړې وه چې خوشي شوي طالب بنديان به بېرته د جګړې ليکو ته ستنېږي.
اخوا طالبانو تر دې مهاله د عبدالله عبدالله د دې څرګندونو په تړاو څه نه دي ويلي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments