د روغتیا لپاره ۵ طلایي ټکې

comments 0

0 Views

ددې لپاره چې تل روغ رمټ واوسو مونږ په ډېر اسانه کولای شو ددې ۵ ټکو په رعایت سره له روغ بدن برخمن واوسو
دا پینځه ټکي تاسو سره مرسته کوي چې سالم غذایي رژیم وساتئ او له ناروغیو لېرې واوسئ ، سالمه تغذیه د روغتیا سبب کېږي
دا پنځه ټکي چې ستاسو د روغتیا ضمانت کوي په لاندې ډول دي :
له خوبه تر پاڅېدو وروسته د اوبو څښل :د خوب له ځایه تر پاڅېدو وروسته د ۲ ګیلاسو پاکو اوبو څښل مه هېرو‎ئ دا عادت دمعدې د اسیدي کېدو څخه مخنیوی کوي ، د کولمو پاکېدو سبب کېږي وروسته تر اوبو کولای شئ چای وځښئ د اوبو تر څښلو ورسته د نیم ساعت لپاره سپورت وکړئ او وروسته د کار په لوري وخوځېږئ .
سهارنۍ : هره ورځ سهارنۍ وخورئ او بېلابېل خواړه نوش جان کړئ کله چې په کار پیل کوئ په ۱۱ بجو یو ګیلاس چای یا قهوه نوش جان کړئ او د ۱۵ دقیقو لپاره آرام وکړئ
نهار :د نهار خوړو لپاره مناسب وخت ۱ یا یوه نیمه بجه ښودل شوې هڅه وکړئ په نهار کې له سبزیجاتو او وریجو ګټه واخلئ او له نهار وروسته د نیم ساعت لپاره دمه یا استراحت ستاسو روغتیا ته خورا زیات ګټور دئ
ماذیګرنۍ : د ماذیګر په ۵:۳۰ د سپکو خوړو لپاره وخت ځانګړئ کړئ دا کار ستاسو د وجود انرژي پوره کوي او همدا رنګه د بدن قند تامینوي
ماښامنۍ: ماښامنۍ همېشه باید سپکه وخوړل شي د غوړو خوراکونو څخه ډډه وکړئ هڅه وکړئ سبزیجات او ډوډۍ نوش جان کړئ
ستاسو روغتیا زمونږ هیله ده

Share this page to Telegram

Comments