د روس په وخت کې د روسيې او د امریکا په وخت کې د امریکا پروړاندې/ نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

چې له روس سره د دریدو وخت وو مونږ امریکا سره ودریدو. اوس چې امریکا سره د دریدو وخت دی مونږ روس ته منډې وهو.
بیا ځینې وايي چې په امریکا، روس او بل اعتبار نه دی پکار ځکه دوی د نیمې لارې یاران دي. خو افغانانو چیرته خپل اعتبار ساتلی؟ که تریخ حقیقت وویل شي نو افغانان ولاکه یا د دوستي خلک وي یا د دښمني.
پرون دې روس دولت سره هر ډول مرسته کوله خو تا پرې مرده باد ویلې او ټوپک دې ورپسې راواخیست. نن دې امریکا ان د عسکرو تر تنخواګانو ورکوي خو ته ورباندې مرده باد وایې او مخالفت یې کوې.
مخکې لدې چې بل ته د نامردي طعنه ورکړئ لږ مو خپل ګریوان کې وګورئ او ووایئ چې تاسې چاته صادق پاتې شوي یاستئ؟ پرته له عربي ترهګرو او پاکستاني ملایانو نور تاسې چا سره صادق یاستئ؟
لږ تاریخ وګورئ. امریکا او روس په ملګرتیا کې دومره کلک دي چې د خپلو متحدینو لپاره یې خپل لکونه عسکر قرباني کړل. همدارنګه لکه څنګه چې په نړیوالو جګړو کې امریکا د اروپایانو لپاره خپل عسکر قرباني کړل همداسې اروپایانو هم په امریکايي جګړو کې خپل زرګونه عسکر قرباني کړل.
برعکس کله چې امریکایان ستا له قاتل سره جګړه کوي او په سلو بمبارو کې ترینه کوم یو غلط شي او بیګناه خلک ووژني ته بیا د امریکا دښمني ته ملا وتړې (کاشکې مو د ټالیب په مرګو هم دغسې له ټالیب سره دښمني کولای).
غربي اروپا د ماسټر پلان پواسطه په امریکايي پيسو جوړه شوه. خو څومره مصرف چې امریکا په افغانستان کړی دومره یې نه په اروپا کړی او نه په اسرایلو، په بدل کې تا ورسره څه کړي؟ مرده باد امریکا نعره دې په هیواد کې په یو مود بدله شوې.
هغه ځانته چې هوښيار وايي هغه یې هم یهود او نصارا بولي. که د یوارنیمو او تریاکو له هوايي تورو تیر شو نو امریکا له تا نه تر اوسه څه ګټه لیدلې؟
اوس به یو ویده راته وايي چې مونږ نه امریکا ته ضرورت لرو نه روس ته او نه بل ته. ټول دې لاړ شي، ویده صیب ته ویل غواړم چې ته یو غریب، شاته پاتې او د نورو مرستو ته محتاج هیواد پخوا هم وې او اوس هم یې.
ستا د هیواد لوی لوی جوړښتونه وګوره ټول پردیو درته جوړ کړي. یوازې ته نه د نړۍ ډیری هیوادونه همداسې په نورو متکي دي او په نورو په اتکا کولو باندې ځان جوړوي.
جاپان، جنوبي کوریا او جرمني نن د نړۍ له قوي اقتصادو څخه دي. خو دوی هم یو وخت په امریکا متکې وو او د امریکا په مرسته یې ځان دې ځای ته ورساوه، نه پوهیږم دا مونږ ولې دومره احمقان یو چې له دوی ګټه نشو اخیستلای، خو کاشکې خو بیا دومره تکړه هم وای چې پخپل مټ مو ورسره جنګ کولای. اوس خو له امریکا سره په روسي ټوپک جنګ کوو او له روس سره په امریکايي ټوپک.
د پرون برعکس د نن هیوادونه غواړي چې د یو بل غلامولو په ځای له یو بل سره تجارت وکړي او له یو بل نه ګټه وکړي.
پرون غربي اروپا په امریکا متکي وه ولې نن یو پر بل متکي دي. خو افغانستان د دې وړتیا نلري چې په راتلونکي کې دې څوک په کومه برخه کې پرې متکي شي.
که امریکا او روس پریږدو او دا لنډ هند وګورو نو تر اوسه د هند هومره مرسته مونږ سره په سیمه کې چا نه ده کړې. خو نن هم یو زیات شمیر مذهبیان او ټالیب پلوي د هند مخالفت کوي.
نو څوک څنګه په مونږ اعتبار وکړي؟ دولت مو په یوه روان دی، نیم ملت په بله او پاتې په نورو لارو، مونږ لا تر اوسه یو ملي دریز نلرو چې په رڼا کې یې مونږ په نړیوالو او نړیوال په مونږ اعتبار وکړي.

Share this page to Telegram

Comments