د روسیې په کریمیا ښار کې برید 19 کسان وژلي دي

comments 0

1 Views

هندوکش – روسیه: کریمیا کې پر یوه ښوونځي برید کې ۱۹ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
رسنیو د روسي پولیسو له خولې خبر ورکړی، برید کوونکی چې ۱۸ کلن او د کریمیا په کرچ سیمه کې د یو ښوونځي زده کوونکی و، پر زده کوونکو ډزې کړې او وروسته یې خپل ځا هم وژلی دی.
کریمیا په ۲۰۱۴ میلادي کال کې روسیې له اوکراینه جلا او له ځان سره الحاق کړه چې له هغه وروسته په یاده سیمه کې د بیلتون غوښتونکو لخوا ځینې وخت ورته بریدونه کېږي.
د راپورونو له مخې په یاده پېښه کې ۵۰ تنه ټپیان شوي، چې د ډېریو یې روغتیایي حالت ښه نه دی.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments