د روسیې پارلېمان نوی انتخاباتي قانون منظور کړی

comments 0

5 Views

هندوکش ــ روسیه: د روسیې ولسي جرګې د مارچ پر ۱۰مه په اساسي قانون کې هغه بدلون منظور کړی چې ولسمشر ولادمیر پوتین ته په ۲۰۲۴ز کال کې انتخاباتو ته د نوماندۍ اجازه ورکوي.
د روسیې له ایین سره سم، یو کس کولای شي چې پرله پسې دوه ځلې د شپږو، شپږو کلونو لپاره ولسمشر شي.
ټاکل شوې چې ۶۷ کلن پوتین د ولسمشرۍ تر دویمې دورې وروسته په ۲۰۲۴ز کال کې له دندې لرې شي.
په ولسي جرګه کې تر پرونۍ رایې اچوونې مخکې پوتین وویل، له دې اقدام سره یوازې د هېواد د اییني عدالت د منظورۍ په صورت کې موافق دی.
پوتین ولسي جرګې ته په وینا کې وویل، په اصولو کې د ولسمشرۍ د دورو زیاتول ممکن دي خو یوازې په دې شرط چې اییني عدالت رسمي فیصله واوروي چې دا [اییني] بدلون به د اساسي قانون له اصولو او عمومي لوازمو سره په ټکر کې نه وي.
توریالی سحر

Share this page to Telegram

Comments