د روسیې ولسمشر د ۷۵۵ امریکایي دیپلوماتانو د وتلو امر ورکړ

comments 0

0 Views

هندوکش – روسیه: روسیې پر وړاندې د امریکا متحده ایالاتو نوي بندیزونه ددې لامل شو چې ولادیمیر پوتین په یو بې سارې غبرګون کې د امریکا ۷۵۵ دیپلوماتانو د ویستلو امر ورکړي.
د پوتین دا اعلان ښيي چې د امریکا بندیزونه د دغه هیواد پر اقتصاد اغېزمن دي.
تردې وړاندې روسیې بهرنیو چارو وزات غوښتي وو چې امریکا دې په روسیه کې د خپلو دیپلوماتانو شمېر هغه حد ته ټیټ کړي چې روسیه یې په امریکا کې لري.
ولادیمیر پوتین یوې تلویزیوني مرکې کې وویل چې:«په روسیه کې د امریکايي دیپلوماتانو شمېر تر ۱۰۰۰ زیات دی، د دوی له منځه باید ۷۵۵ تنه په روسیه کې کار ودروي.»
نوموړي وویل:«موږ په دې هیله ډېر صبر وکړ چې حالات به ښه شي؛ خو داسې ښکاري چې که حالات بدلېدل په نژدې راتلونکي کې به بدل شي (نه اوس)»
تردې مخکې پوتین یوې مرکه کې داسې هم ویلي وو چې ممکن مسکو د امریکا خلاف نور اقدامات وکړي خو حاضردمه له دې کار سره مخالف دی. پوتین ونه ویل چې څه ډول اقدامات به وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګی لاروف هم ویلي چې که امریکا د روسیې خلاف په خپلو دریځونو کې بدلون رانه وړي روسیه به نور امریکايي دیپلوماتان وباسي.
وحید امان

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *