د روسيې او ترکیې اړیکې نه کمزورې کیږي

comments 0

98 Views

هندوکش – سوریه: پر سوریې وروستي بریدونه به د انقرې او مسکو اړیکې کمزورې نه کړي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولوت چاوش اوغلو وايي پر سوریې د روانو بریدونو ملاتړ کوي خو په دې مانا نه ده چې د فرانسې ملاتړي دي.
چاوش اوغلو وايي د ترکیې او روسیې اړیکو لپاره بل بدیل نشته.
هغه زیاته کړه چې له ایران سره یې په سیمه کې پالیسي توپیر لري او جلا دریځ یې دی.
ترکیه دا خبرې داسې مهال کوي چې امریکا، بریټانیا او فرانسې د روسیې پر ضد په تیرو څو ورځو کې له سلو زیات توغندیز بریدونه وکړل.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments