د روسيي د ملي امنیت سلاکار له ولسمشر سره لیدلي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د فدراتیفې روسیې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پتروشف سره چې د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی وو، وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، لومړی جمهور رئیس غني د فدراتیفې روسیې د ملي امنیت سلاکار او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او روسیې  د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یې دغه سفر ګټور وباله.

دواړو لورو د افغانستان او روسیې د دوه اړخیزه مناسباتو د لا پیاوړتیا، د تروریزم تهدید او پر وړاندې یې د مبارزې، سیمه ییزه همکاریو، اقتصادي، ترانزیتي او نورو مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې. د فدراتیفې روسیې د ملي امنیت سلاکار د افغانستان خلکو او حکومت ته د وروستیو تروریستي پېښو له امله تسلیت ووایه او د افغانستان د حکومت د تود هرکلي د مننې ترڅنګ یې افغانستان ته په خپل سفر خوښي وښوده.

ښاغلي نیکولای پتروشف وویل، افغانستان ته د سفر موخه یې د افغانستان مقاماتو او بېلابېلو ادارو سره د روسیې د اړیکو د پراختیا په اړه بحث او خبرې دي.

جمهور رئیس غني  وویل، د افغانستان حکومت د روسیې په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښو مناسباتو لپاره عملي ګامونه اخیستي او د سیمې هېوادونو سره په بېلابېلو برخو کې د مذاکراتو او ښو اړیکو لپاره اقدامات شوي.

د روسیې د ملي امنیت سلاکار وویل، روسیه د باثباته افغانستان غوښتونکې ده او همدارنګه موږ چمتو یوو چې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره هر ډول همکاري وکړو. هغه زیاته کړه، موږ له افغانستان سره د ښو مناسباتو، اړیکو او اقتصادي همکاریو د لا ودې غوښتونکي یوو چې د سولې او ثبات د تامین لپاره ګټور وي.

جمهور رئیس غني له هغه څخه په مننې وویل، افغانستان په بېلابېلو په ځانګړي ډول اقتصادي او ترانزیتي برخو کې د دوه اړخیزه همکاریو هرکلی کوي او په دې برخه کې ستاسو رول مهم دی.

هغه څرګنده کړه، هیله ده افغانستان ته ستاسو سفر د دواړو هېوادونو تر منځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو او همکاریو د لا پیاوړتیا لامل شي. د هېواد جمهور رئیس وویل، زموږ موخه د افغانستان او روسیې تر منځ د دوه اړخیزه او څو اړخیزه اړیکو پیاوړتیا ده چې په ګډو ګټو استواره دي او همدارنګه به افغانستان او روسیه د شته خطرونو پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي.

محمد اشرف غني څرګنده کړه، باثباته او پرمختللی افغانستان د سیمې د هېوادونو په ګټه دی او موږ غواړو چې په سیمه کې د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ د ودې او نورو برخو کې رامنځته شوې اجماع لا پیاوړې شي.

هغه زیاته کړه، افغانستان له تروریزم سره د مبارزې، ترانزیت او اقتصادي همکاریو په برخه کې د سیمې هېوادونو سره پیاوړې اړیکې ایجاد کړي. جمهور رئیس وویل، تروریزم نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره یو منځمهاله تهدید دی، نو د دغې شومې پدیدې پر ضد د واحدې ستراتیژۍ له مخې له کوم تفکیک پرته ګډې جدي مبارزې ته اړتیا ده.

هغه زیاته کړه، له تروریزم په ځانګړي ډول هغو ګروپونو سره د مبارزې په برخه کې چې افغانستان او سیمه تهدیدوي، د فدراتیفې روسیې تجربې او د معلوماتو شریکول ډېر ارزښتناک دي. جمهور رئیس غني وویل، افغانستان تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري او زموږ مېړني امنیتي او دفاعي ځواکونه په مېړانه او اتلولۍ دغه مبارزه کوي. هغه زیاته کړه، زموږ ځواکونه تر پخوا پیاوړي شوي او هوایي ځواک مو درې برابره شوی، موږ غواړو د تروریزم شومه پدیده نابوده کړو.

د هېواد جمهور رئیس وویل، افغانستان تل په بېلابېلو برخو کې په سیمه ییزه همکارۍ ټینګار لري او موږ توانېدلي یوو چې د سیمې هېوادونو سره په مختلفو ابعادو کې دوه او څو اړخیزې اړیکې ایجاد کړو، موږ له روسیې سره هم د دغه وړ اړیکو او مناسباتو د لا پراختیا غوښتونکي یوو.

  • سپوژمی پوپلزی
Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply